د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو له تړل کېدو او د اسلامي امارت له لوري د بدیلو لارو له موندلو وروسته، اوس په بازارونو کې مثبتې نښې تر سترګو کېږي. د وچې مېوې ټولنې رییس وایي، له ننګونو سره سره سوداګرو وتوانېدل چې د نویو لارو له لارې خپلې صادراتي چارې دوامدارې وساتي او آن په ځینو مواردو کې نوي بازارونه هم پیدا کړي.
قاسم امرخېل زیاتوي، چې د بندرعباس او چابهار لارو په کارولو سره له ایران سره د افغانستان د وچې مېوې سوداګري دوه برابره شوې ده. د هغه په خبره، د هند پر بازار سربېره، اوس د ازبکستان بازار هم د هېواد د وچې مېوی لپاره یو له مهمو بازارونو دی.
ښاغلی امرخېل په دې اړه زیاتوي: «له هغه وخته چې له پاکستان سره سوداګري بنده شوې او د واګه له لارې تجارت نه کېږي، د افغانستان سوداګري له نورو لارو لکه چابهار له لارې دوه برابره شوې ده.»
خو یو شمېر کارپوهان وایي، چې پاکستان د جګړهییزو پالیسیو په خپلولو سره، خپل اقتصاد ته زیان رسولی دی. هغوی د نویو بازارونو پر پیاوړتیا ټینګار کوي او زیاتوي چې اسلامي امارت باید له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه وحید احمد فراهی وایي: «اسلامي امارت باید له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. پاکستان د افغانستان پر وړاندې د جګړهییز دریځ په خپلولو سره ځان ته زیان رسولی دی.»
د اقتصادي چارو بل کارپوه نورالله عزیز په دې اړه زیاتوي: «اوس اړتیا ده چې د افغانستان د تولیداتو لپاره نوي بازارونه پیدا شي. د ښې بستهبندۍ او پروسس له لارې کولای شو له نورو هېوادونو سره سوداګري زیاته کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې له شپږو میاشتو زیات وخت کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه بندې دي؛ داسې وضعیت چې د سیمې پر سوداګرۍ او ټرانزیټي بهیر یې پراخ اغېز کړی دی. په دې موده کې نه یوازې صادرات او واردات د پاکستان له لارې بند دي، بلکې د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته هم د توکو لېږد په ټپه درېدلی دی.
