د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د ټاپي پروژې اړوند د هرات فاز چارې په غوره توګه پرمخ روانې دي او په خبره یې، د دې پروژې ساختماني چارې نږدې ۵۲ سلنه پرمختګ کړی او همداراز د پروژې د پلي کېدو سیمې ته ۷۲.۳ کیلومتره پایپ هم لېږدول شوی دی.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې تر دې دمه د ګازو ۸۰ کیلومتره پایپ د پروژې په مسیر کې نصب شوی او د دې طرحې د پلي کېدو لپاره شاوخوا ۱۲۶ کیلومتره دهلیز او کاري مسیر هم برابر شوی دی. همایون افغان همداراز ویلي، چې د دې مسیر په اوږدو کې ۵۱ کیلومتره سیمه کیندل شوې او ۳۶.۳ کیلومتره پایپ هم تر ځمکې لاندې ځای پر ځای شوی دی.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې د ټاپي او ورته نورو سترو پروژو پلي کېدل کولی شي افغانستان د سیمې په یوه مهم ټرانزیټي مرکز بدل کړي. د هغوی په باور، دا ډول پروژې د پانګونې د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د صنعت د ودې او د وارداتو د کموالي له لارې د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري او دا بهیر کولی شي د سیمهییزې همغږۍ او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «ټاپي پروژه د سیمې له سترو اقتصادي او سیمهییزو پروژو ګڼل کېږي چې پلي کېدل یې په افغانستان او سیمه کې د اقتصادي بدلونونو زمینه برابرولی شي. د داسې پروژو عملي کېدل پراخو هڅو، ثبات او د پانګوالو باور ته اړتیا لري او پرمختګ یې ښيي چې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې د باور کچه لوړېږي.»
د ویلو ده، چې ټاپي د سیمې په کچه یوه له سترو اقتصادي پروژو ده چې موخه یې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبیعي ګاز لېږد دی. دا پروژه شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې افغانستان ته هر کال میلیونونه ډالر ګټه ورسېږي.
