د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د یوناما له نوي مرستیال او د دې بنسټ د بشري چارو له همغږي کوونکي برونو لامارکي سره په لیدنه کې د بشري مرستو د تنظیم او ښه مدیریت په اړه خبرې وکړې.
متقي په دې لیدنه کې وویل، چې د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیايي او بنسټیزو پروژو پلي کول هم مهم دي او زیاته یې کړه، اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یوناما نوي مرستیال هم له افغانستان سره د تعامل پر دوام او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وايي: «په دې لیدنه کې ښاغلي لامارکي د بشري مرستو د تنظیم او ښه مدیریت په اړه خپل لیدلوری وړاندې کړ. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بشري مرستو د اړتیا ترڅنګ، د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو اړینو همکاریو ته دوام ورکړي».
یو شمېر سیاسي شنونکي باوري دي چې یوناما به په اوسنیو شرایطو کې تر ډېره بریده د بشري مرستو د همغږۍ او په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو د ملاتړ رول ترسره کوي.
د هغوی په وینا، دغه اداره کولای شي له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په عادي کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:«په اوسنیو شرایطو کې تمه کېږي چې یوناما تر ډېره د بشري مرستو پر اسانتیا د خیریه بنسټونو پر ملاتړ او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د ټینګښت پر رامنځته کولو تمرکز وکړي خو په ورته وخت کې دې پام وشي چې د اقتصادي بیارغونې، سیاسي رسمیت پېژندنې او په نړیوال نظام کې د افغانستان د بشپړ ادغام اړوند موضوعات هم د یوناما د مستقیم صلاحیت په چوکاټ کې راځي او په دې برخه کې باید لازم اقدامات ترسره کړي».
یوناما د ماموریت له یو کال لپاره له تمدید وروسته، دا د اسلامي امارت له چارواکو او د دغه سازمان له نوي هیئت ترمنځ لومړنۍ کتنه بلل کېږي.
اوس دا لیدل کېږي چې ایا د یوناما د ماموریت تمدید کولای شي په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر اسانه کړي او په ورته وخت کې د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پراخو تعاملاتو لپاره زمینه برابره کړي او که نه.
