له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن کړی

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن کړی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی، اسد قیصر وایي، د دغه هېواد د اوسني وضعیت دوام، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو، د خیبر پښتونخوا پر اقتصاد او سوداګریزو فعالیتونو ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي ویلي، خیبر پښتونخوا د پاکستان د نورو برخو په پرتله د روان وضعیت له امله ډېره اغېزمنه شوې، یو شمېر سوداګریز کاروبارونه د تړل کېدو په حال کې دي او ځینې پرمختیايي پروژې هم درول شوې یا له خنډ سره مخ شوې دي.

قیصر د خیبر پښتونخوا لپاره د پاکستان حکومت له لوري د ۱۶۰ میلیارده روپیو پرمختیايي بسته ناکافي بللې او د دغه ایالت د ۱۵۳ میلیارده روپۍ پاتې ونډې، د برېښنا او ګازو حقونه او له پخوانۍ قبایلي سیمې سره شوې مالي ژمنې د ادا کېدوغوښتنه یې کړې ده.

هغه ټینګار کړی، فدرالي حکومت باید د نویو مالي بستو له اعلان د مخه، خیبر پښتونخوا ته خپل پورونه او مالي مکلفیتونه ورکړي.

مطالب بیشتر:  د تورخم دروازې بند پاتې کېدو پنځلسمه ورځ، اسلام آباد د څه په لټه کې او کابل څه کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *