د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفی، د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له استازي او په افغانستان کې د دغه سازمان د بشري مرستو مسوول تاجالدین اویوالې سره لیدنه کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو، د استوګنځایونو برابرولو او په هېواد کې د ځوانانو لپاره د کارموندنې فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د یونیسف استازي په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو د ګډو هڅو په پایله کې تر اوسه ۴۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په دې لیدنه کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت به د دې پروګرامونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او همداراز د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او په دې برخه کې پر همغږۍ ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې لیدنې د جزیاتو په اړه زیاتوي: «د يونيسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسئول څرګنده کړه، چې د مؤسسو او د افغانستان اسلامي امارت مسئولينو تر منځ د ګډ کار په پايله کې تر اوسه ۴۵ زره تنو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې او همداراز دغه بنسټ تيار دی راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو او افغانانو ته د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې په اوسنیو شرایطو کې د کوچنیو بنسټونو ملاتړ، د اړمنو قشرونو پیاوړتیا او د بېکارۍ او بېوزلۍ کابو کولو په برخه کې اغېزمنه لار ده. د دوی په وینا، د دې برخو په پیاوړتیا سره به کاري فرصتونه زیات او خلک به وکولای شي د کار په بدل کې مناسب عاید ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره، باید له کوچنیو بنسټونو ملاتړ وشي او همدارنګه له اړمنو کسانو سره مرسته وشي، څو بېکاري او فقر په اغېزمن ډول راکم شي او خلک وکولای شي د کار په بدل کې مناسب عاید ترلاسه کړي.»
کارپوهان همداراز وایي، په داسې حال کې چې افغانستان له جدي اقتصادي ستونزو، د بېکارۍ له زیاتوالي او په پراخه کچه د کډوالو بېرته راتګ څپې سره مخ دی، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د استوګنځایونو د برابرولو لپاره، د بل هر وخت په پرتله د عملي پروګرامونو پلي کېدو ته اړتیا ده.
