د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د حیرتان بندر ۲۴ ساعته کېدل

د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د حیرتان بندر ۲۴ ساعته کېدل

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو او له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ازبکستان سره د بدیلو لارو له پیاوړتیا وروسته، تازه د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې افغانستان او ازبکستان په حیرتان بندر کې د خدمتونو پر ۲۴ ساعته کولو او د ریلي خدمتونو پر زیاتوالي هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې هوکړې له مخې، د رېل‌پټلۍ له لارې به د واګونونو شمېر هره ورځ له شاوخوا ۱۳۰ څخه تر ۵۰۰  او ان ۷۰۰ پورې لوړ شي. سربېره پر دې، دواړو لورو د اورګاډي په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د لا زیاتو آسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي، د سیمې وضعیت او پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرې کېدو ته په اشارې وایي، چې ازبکستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کولی شي له نورو هېوادونو، په ځانګؤي ډول اروپایي هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «پر دې لارې تمرکز کولی شي د سیمې له هېوادونو او اروپایي هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتېدو زمینه برابره کړي. زما په اند، اسلامي امارت باید د پانګونې او هوکړو له لارې د هېواد سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی امیدالله قاسم‌زی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته، افغانستان وتوانېد چې بدیلې او مناسبې لارې رامنځته کړي، چې له امله یې د افغانستان په سوداګرۍ کې هېڅ ډول ځنډ نه دی رامنځته شوی.»

مطالب بیشتر:  افغانستان کې د سرو زرو نرخونه؛ نن یکشنبه، مرغومې ۷مه، ۱۴۰۴ | کابل – هرات

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم له ازبکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. په دې هوکړو کې د سیمټو او سکرو واردات او صادرات، د لوبیا، کرېړ، د وچو مېوو صادرات او همدارنګه د غوړیو، تېلو، مسو او خوراکي توکو واردات، او د غیر الکولي مشروباتو صادرات شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *