کابل؛ افاق خبري اژانس: د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وايي، چې افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د ۳۳۰ قلمه توکو په تولید کې پر ځانبسیا شوی دی.
هغه دا خبره د اسلامي امارت د مشر د فرمانونو د اغېزو په اړه په علمي-څېړنیز کنفرانس کې کړې او ویلي یې دي، چې د کورنيو تولیداتو د پراختیا او پانګونې د فرصتونو د برابرولو لپاره، درس زره صنعتي نمرې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته وېشل شوې دي.
د نوموړي په وینا، دا اقدامات د هېواد د اقتصادي او صنعتي سکتورونو د پیاوړتیا لپاره د هڅو یوه برخه ده.
