په داسې حال کې چې اسلامي امارت هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې خونې رییس، محمد ابراهیم غضنفر، د یوه افغان سوداګریز پلاوي په مشرۍ د ترکیې–افغانستان د سوداګرۍ شورا په غونډه کې چې په استانبول کې جوړه شوې وه، ګډون کړی او د افغان او ترکي شرکتونو ترمنځ یې څو هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړي دي.
غضنفر په دې غونډه کې له ترکي پانګوالو وغوښتل چې افغانستان کې دې په بېلابېلو برخو کې ګډه پانګونه وکړي.
له بلې خوا، د ترکیې د سوداګرۍ شورا ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه هم ارزول شوي دي.
«په دې غونډه کې د افغانستان د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه وارزول شول. همدارنګه د افغان او ترکي شرکتونو ترمنځ دوهاړخیزې سوداګریزې ناستې ترسره شوې او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د هوکړهلیکونو د لاسلیک مراسم هم جوړ شول».
د اقتصادي چارو شنونکی قطبالدین یعقوبي، ، د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ترکیې رول ته په اشارې وایي:
«ترکیه کولای شي د پانګونې او د افغانستان د اقتصادي سکټور د ودې په برخه کې اغېزناک او حیاتي رول ولوبوي. په مقابل کې، افغانستان هم کولای شي د خپلو صادراتو د پراختیا او اروپا ته د ترکیې د ټرانزیټي لارو په کارولو سره خپل کورني تولیدات پراخو بازارونو ته ورسوي».
هممهاله، یو شمېر نور د اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان او ترکیې اقتصادي اړیکو ته په اشارې وایي، چې د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا کولای شي د سوداګرۍ کچه لوړه کړي، د ترکیې له لارې د اروپايي بازارونو ته د افغانستان لاسرسی اسانه او بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
د دوی په باور، ترکیه په افغانستان کې د پانګونې په زیاتولو سره نه یوازې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولای شي، بلکې د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا او د افغانستان د دوامدار اقتصادي ودې په بهیر کې هم اغېزناک رول لري.
«تمه کېږي چې نورې ګډې پانګونې هم راجلب شي، ځکه ترکي شرکتونه د پانګونې او د بنسټیزو پروژو د پراختیا په برخه کې د پام وړ تجربه لري. دا ډول همکارۍ کولای شي د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي، د بنسټیزو جوړښتونو په پراختیا کې مرسته وکړي او افغانستان د دوامدارې اقتصادي ودې پر لور بوځي».
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو، په ځانګړي ډول د بنسټیزو پروژو، کانونو، کرنې او انرژۍ په برخو کې، پرلهپسې هڅې کړې او د اقتصادي چاپېریال پر ښه والي او د پانګونې د بهیر پر اسانتیا یې تل ټینګار کړی دی.
