د افغانستان زرګرانو ټولنه: د سرو زرو په بیو کې د بدلونونو لامل د منځني ختیځ کړکېچ دی

د افغانستان زرګرانو ټولنه: د سرو زرو په بیو کې د بدلونونو لامل د منځني ختیځ کړکېچ دی

سره له دې چې د هېواد په بازارونو کې د سرو زرو بیې وخت ناوخته د بدلون په حال کې دي، د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس محمد بشیر احسان‌زاده وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې د هر اونس سرو زرو بیه تر شاوخوا زرو امریکایي ډالر راټیټه شوې وه، خو اوس بېرته نږدې ۷۰۰ ډالر پورته شوې ده.

ښاغلی احسان‌زاده له آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې زیاتوي، چې د سرو زرو په بیو کې د بدلونونو اصلي لامل په منځني ختیځ کې روان کړکېچونه دي او دې چارې په نړۍوالو بازارونو کې بې‌ثباتي رامنځته کړې او ورسره سم د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.

د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس په دې اړه زیاتوي: «په دې وروستیو کې د سرو زرو بیه د اټکل وړ نه ده؛ په تېره اوونۍ کې د هر اونس سرو زرو بیه زر ډالره راټیټه شوې وه، خو اوس په هر اونس کې ۷۰۰ ډالره زیاتوالی راغلی دی.»

په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د نړیوالو بازارونو په کچه د سرو زرو د بیې لوړېدو ته په اشارې وایي، چې د بیو لوړوالی د افغانستان پر بازارونو هم منفي اغېز لري؛ خو ټینګار کوي، چې په هېواد کې دننه د سرو زرو استخراج، پروسس او بسته‌بندي کولای شي د بیو په کنټرول، د کارموندنې فرصتونو زیاتوالي او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ بیا په دې اړه وایي: «په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې لوړې شوې دي؛ خو اسلامي امارت باید د سرو زرو د استخراج او پروسس له لارې هم نړۍوال بازارونه جذب کړي او هم د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.»

مطالب بیشتر:  د قراقستان میلیوني ژمنه او د کانونو استخراج کې پانګونې ته لېوالتیا

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو میاشتو کې د سرو زرو په بیو کې د پام وړ لوړوالی راغلی او ان تر دې چې د نړۍوالو بازارونو د بدلونونو، د انفلاسیون د زیاتوالي او د پانګه‌والو له‌خوا د خوندي شتمنۍ په توګه د تقاضا د ډېرېدو له امله، وروستیو څو کلونو کې د هر اونس سرو زرو ارزښت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *