د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، ترکیه کې د «انتالیا ډیپلوماسۍ پنځم فورم» په څنډو کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، د راکړې ورکړې کچې لوړوالي او افغاستان کې د صنعت او کانونو په برخو کې د پانګونې جلبولو پر شته ظرفیتونو خبرې کړې دي. ښاغلي عزیزي د افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان د خلکو ستونزو ته په اشارې ویلي، چې د دغه هېواد بانکي شتمنۍ لا هم کنګل پاتې دي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر له افغان لوري غوښتي، څو د دغه هېواد له لوري په جوړېدونکو ټولو نندارتونو کې ګډون وکړي. د آخندزاده عبدالسلام جواد په خبره، نورالدین عزیزي ترکي لوري ته بلنه ورکړې، چې افغانستان کې د درملو تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ کچې لوړوالي او د افغانستان د صنعت او کانونو په سکتورونو کې د پانګونې جلبولو لپاره پر شته ظرفیتونو بحث او خبرې کړې دي.»
سره له دې چې اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې د پانګونې جلبولو او همداراز د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا په برخو کې هلې ځلې ګړندۍ کړې، خو پوښتنه دا ده، چې د هېواد اقتصادي ودې او سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره باید کومې تګلارې په پام کې ونیول شي.؟
د اقتصادي چارو شنونکی قطبالدین یعقوبي د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «افغانستان کولای شي د ترکیې له ظرفیتونو او امکاناتو په بېلابېلو برخو کې په ګټې اخیستنې سره، د اقتصادي ودې او د پانګونې راجلبولو لپاره ښه فرصتونه ترلاسه کړي. ترکیه هم د خپلو تجربو او وړتیاوو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو سکتورونو کې کولای شي د دې همکاریو په پراختیا کې اغېزمن رول ولوبوي.»
په وروستیو کلونو کې افغانستان توانېدلی د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان سره په اقتصادي اړیکو کې د پاموړ او ښه پرمختګ ولري، چې غوره بېلګه یې په وروستیو دوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د څه باندې سلو هوکړهلیکونو لاسلیکېدل دي.
