کابل؛ افاق خبري اژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ هند ته تللي پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت خونو له مسوولینو او یو شمېر هندي سوداګرو او پانګوالو سره لیدلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کانونو، ټکنالوژۍ، کرنې، انرژۍ او صنعت په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو، بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ګډو اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
دغه راز، هندي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅول شوي او بلنه ورکړل شوې، څو د دواړو هېوادونو په سوداګریزو نندارتونونو کې ګډون وکړي او د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
