اروپایي ټولنې افغانستان، پاکستان او ایران سره ۱۲۶ میلیونه یورو بشري مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې افغانستان، پاکستان او ایران سره ۱۲۶ میلیونه یورو بشري مرسته اعلان کړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د اقتصادي، ټولنیزو او اقلیمي بدلون بحرانونو له ژورو پایلو سره مخامخ دی، د اروپا کمیسیون ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره ۱۲۶ میلیونه یورو بشري مرستې ځانګړې کړي.

د دې ټولنې د خبرپاڼې پر بنسټ، دا مرسته به د اروپایي ټولنې له لوري په یادو هېوادونو کې د ثبات ټینګښت، د بشري مرستو وېش او د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا لپاره ولګول شي.

د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «دا مالي بسته د اروپایي ټولنې د هغې ټولیزې ۱.۹ میلیارده یورو د ژمنې برخه ده چې د نړیوالو بحرانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ده. د کمیسیون د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۳۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.»

د اقتصادي چارو شنونکی سبحان‌الدین ستانکزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغانستان روانو بحرانونو ته په کتو، ټول بنسټونه باید د کوچنیو مرستندویه بستو ترڅنګ، د کارموندنې لپاره هم پروګرامونه عملي کړي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا باور لري، چې لوی نړۍوال بنسټونه باید پر بشري مرستو د تکیې او انحصار کمولو لپاره بنسټیز او دوامدار پروګرامونه تر کار لاندې ولري.

د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «اروپایي ټولنه او نړیوال شریکان باید خپلې مرستې په هدفمند ډول د کاري فرصتونو برابرولو پر لور سوق کړي. دا کار د کرنې له سکتوره د ملاتړ، د کوچنیو کاروبارونو پراختیا، د انرژۍ په برخه کې پانګونې او د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کولو له لارې عملي کېدای شي.»

مطالب بیشتر:  د بدیلو لارو پراختیا هڅې؛ د منځنۍ آسیا له لارې افغانستان سره د چین نښلېدل

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالهادي فرهنګ بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان د یوه جګړه ځپلي هېواد په توګه، د خپلو خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ملاتړ په برخه کې مرستې ته اړتیا لري. خو حقیقت دا دی چې په دې ژمي او په ټوله کې د بنسټونو له لوري ورکړل شوې مرستې د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او لا هم جدي کمښت احساسېږي.»

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د شاوخوا ۱.۷ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *