د امریکا د واکمنۍ د بڼې بدلون په اړه خبرې څه دي؟

د امریکا د واکمنۍ د بڼې بدلون په اړه خبرې څه دي؟

د «نظام بدلون» په نوم کتاب، چې د نیویارک ټایمز د دوو مخکښو خبریالانو مګي هابرمن او جاناتان سوان له خوا لیکل شوی، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې د لومړي کال یو هر اړخیز انځور وړاندې کوي. دغه دوه خبریالان له نږدې لسو کلونو راهیسې د ټرمپ سیاسي ژوند څاري او په دې کتاب کې یې هغه د داسې ولسمشر په توګه انځور کړی چې د خپلې دویمې دورې پر مهال د لومړۍ دورې له ډېرو خنډونو او محدودیتونو څخه خلاص شوی دی. هغه جنرالان چې پخوا به یې د ده د پرېکړو پر وړاندې درېدل، نور له واکه لېرې شوي او هغه حقوقي سلاکاران چې ورسره پاتې دي، له ده سره همغږي شوي او د مخالفت زړه نه لري.
د لیکوالانو په وینا، د ټرمپ ادارې په دې دوره کې د ځینو محکمو پرېکړې له پامه غورځولې، ځان ته یې پراخ واکونه منلي او د ځینو لوړو خطرونو لرونکو پرېکړو له لارې یې نړیوال بازارونه او نړیوال سیاسي تعاملات اغېزمن کړي دي.
دا کتاب د سلګونو مرکو، اسنادو او د امریکا د حکومت د محرمو غونډو د معلوماتو پر بنسټ لیکل شوی دی. کتاب لوستونکی د سپینې ماڼۍ د وضعیت خونې او د اوول دفتر تر شا پټو ناستو ته بیایي؛ هغه ځایونه چې د لیکوالانو په باور، پکې د منځني ختیځ د یوې نوې جګړې د پیل، د پولو د تړلو، ښارونو ته د ملي ګارډ د ځواکونو استولو او د کډوالو او اعتراض کوونکو پر وړاندې د سختو اقداماتو په اړه پرېکړې شوې دي.
هابرمن او سوان ادعا کوي چې د ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د امریکا د عدلیې وزارت د ولسمشر د مخالفینو پر وړاندې د غچ اخیستنې په وسیله بدل شوی او د ولسمشرۍ مقام هم تر پخوا ډېر د شخصي او مالي ګټو د خوندي کولو لپاره کارول شوی دی.
د کتاب د روایت له مخې، تورونو، محکومیتونو، د ترور هڅو او له واک څخه څلور کاله لرې پاتې کېدل، ټرمپ کمزوری نه کړ؛ بلکې هغه یې لا پیاوړی، لا غچ اخیستونکی او د سترو سیاسي قمارونو لپاره لا ډېر چمتو کړ.
کتاب په پای کې هڅه کوي وښيي چې ټرمپ له دې ځواک څخه څنګه کار واخیست، کومو کسانو د هغه د مخنیوي هڅه وکړه او ولې تر ډېره بریده په خپلو هڅو کې پاتې راغلل.
د دې اثر لیکوالان د ټرمپ دویمه دوره یوازې یوه بېله ولسمشري نه بولي، بلکې دا د امریکا د اجراییوي واک په خټه کې یو ژور او بنسټیز بدلون ګڼي؛ داسې بدلون چې د دوی په باور، د امریکا د ځواک او نفوذ په اړه یې د نړۍ لید هم بدل کړی دی.

مطالب بیشتر:  افشا شوی افغانستان: د افغانستان د اوږدې جګړې لارښود

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *