د امریکا او ایران د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، خو د پای ته رسېدو لپاره یې تر اوسه کومه روښانه لاره نه ده رامنځته شوې.
د دغې جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ سخت ګډوډ شوی او امریکا پر ایران خپل اقتصادي او سمندري فشارونه زیات کړي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام د هرمز تنګي په اړه په تازه اعلامیه کې د محاصرې جزیات ورکړي دي.
«د سمندري بندیز د پلي کولو پر مهال ۸۲ سوداګریزې بېړۍ اړول شوي، درې یې له کاره غورځولې او دوه نورې درول شوي».
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د امریکا هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هرمز تنګی پرانیستی دی او ویلي یې دي چې ایران پر دغه مهم سمندري مسیر «بشپړ کنټرول» لري.
«هرمز تنګی د ټولو هغو بېړیو پر مخ تړلی دی چې د ایران اسلامي جمهوریت له همغږۍ پرته د تګ راتګ اراده لري. دا بهیر به د امریکا د پوځ د دښمنانه کړنو تر پای ته رسېدو او د ټاکل شوو ژمنو تر عملي کېدو پورې دوام ولري».
همدارنګه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له امریکا سره د روان کړکېچ لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار کړی دی.
«تهران لا هم له واشنګټن سره د ډیپلوماتیک حل لپاره چمتو دی، خو امریکا دې د فشار سیاست پای ته ورسوي. د ډیپلوماسۍ بیا پیل ناشونی نه دی».
د جګړې د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري. که څه هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کېږي، خو د هرمز تنګي وضعیت او د دواړو لورو ترمنځ روان فشارونه د هوکړې پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.
