محمد صلاح د ترکیې ترابزون‌سپور ته سفر پیل کړ

محمد صلاح د ترکیې ترابزون‌سپور ته سفر پیل کړ

د مصر مشهور ګول‌وهونکی محمد صلاح د ترکیې د فوټبال کلب ترابزون‌سپور ته د لېږد د بشپړولو لپاره استانبول ته رسېدلی، چې د دې کلب د سلګونو مینه‌والو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
دغه ۳۴ کلن لوبغاړی، چې له لیورپول سره یې تر همکارۍ پای ته رسېدو وروسته د ازاد لوبغاړي په توګه فعالیت کوي، په ځانګړې الوتکه ترکیې ته رسېدلی، ترڅو له ترابزون‌سپور سره د تړون وروستي پړاوونه بشپړ کړي.
ترابزون‌سپور کلب په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له محمد صلاح سره رسمي خبرې پیل شوې دي. دغه کلب د صلاح د راتګ ویډیو هم خپره کړې، چې پکې نوموړي مینه‌والو ته ویلي: «ترابزون، چمتو یاست؟ ستاسو غږ اورم، ډېر ژر به مو ووینم.»
د استانبول د اتاترک هوايي ډګر په خپرو شویو انځورونو کې هم لیدل کېږي چې صلاح د ترابزون‌سپور د ۶۱ شمېرې کمیس اغوستی او د مینه‌والو لپاره یې لاسلیکونه کړي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د محمد صلاح د رسمي معرفۍ مراسم به د تور سمندرګي پر غاړه، د ترابزون په ښار کې ترسره شي.
صلاح د تېر فصل له پای ته رسېدو وروسته له لیورپول څخه جلا شو. په وروستیو میاشتو کې د هغه د راتلونکي په اړه ګڼ اټکلونه کېدل او رسنیو د سعودي عربستان لیګ ته د نوموړي د احتمالي لېږد خبرونه هم ورکړي وو، خو په پای کې ترابزون‌سپور د هغه اصلي انتخاب شو.
محمد صلاح د لیورپول لپاره یوه ځلانده دوره تېره کړې او د دغه کلب د تاریخ له تر ټولو بریالیو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي. نوموړي په انفیلډ کې د خپلې دورې پر مهال دوه ځله د انګلستان غوره لیګ، یو ځل د اروپا اتلانو لیګ او په ټولیز ډول اته مهم جامونه ګټلي دي.
دغه مصري ګول‌وهونکي د لیورپول لپاره په ۴۴۲ سیالیو کې ۲۵۷ ګولونه کړي او د دې لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول لوبولی دی.
خو د لیورپول لپاره د صلاح وروستی فصل له احصایوي کمزورۍ او ځینو جنجالونو سره مل و. هغه، چې په مخکیني فصل کې یې ۳۴ ګولونه کړي وو، په خپل وروستي فصل کې یې په ټولو سیالیو کې یوازې ۱۲ ګولونه وکړل.
راپورونه دا هم وایي چې نوموړي د هغه مهال د لیورپول له روزونکي ارنې سلاټ سره د نظر اختلاف درلود. صلاح د مارچ په میاشت کې اعلان کړی و چې، سره له دې چې د تړون یې یو کال لا پاتې دی، له لیورپول څخه د جلا کېدو پرېکړه یې کړې ده.
ترابزون‌سپور، چې د ترکیې سوپرلیګ اووه ځله اتل شوی، هیله لري چې د محمد صلاح په یو ځای کېدو سره به د لوبډلې بریدیز ځواک نور هم پیاوړی او د نوي فصل د اتلولۍ چانسونه به یې ډېر شي.

مطالب بیشتر:  د قطر - کاناډا د لوبې لنډیز او تحلیل | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *