قالیباف: د اوربند نقض د خبرو زمینه له منځه وړي

قالیباف: د اوربند نقض د خبرو زمینه له منځه وړي

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، چې د مذاکراتو تر پیل مخکې، د دغه هېواد د ۱۰‌ ماده‌ییزې طرحې درې اساسي بندونه نقض شوي او په عملي ډول یې د خبرو زمینه له منځه وړې ده.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې د سمدستي اوربند نه پلي کېدل، په ځانګړي ډول پر لبنان د اسراییل بریدونه، د ایران هوایي حریم ته د بې‌پیلوټه الوتکې ننوتل او د غني‌سازۍ حق نه منل، د متحده ایالاتو امریکا له لوري د ژمنو د نقض مهمې بېلګې دي.

قالیباف ټینګار کړی چې په دې شرایطو کې نه دوه‌اړخیز اوربند معنا لري او نه هم د مذاکراتو دوام ممکن دی.

مطالب بیشتر:  د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له مشر سره لیدنه کې د روغتیایي مرکزونو لپاره د لمریزې برښنا سیستم جوړولو او ځینو ناروغیو پر مخنیوي خبرې کړې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *