د پاکستان له بندخونو نږدې ۸۴ افغان کډوال آزاد شوي

د پاکستان له بندخونو نږدې ۸۴ افغان کډوال آزاد شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد آمریت مسوولینو په حواله لیکلي، چې دا کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو، او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

مطالب بیشتر:  سمنګان کې د حرفوي غلو ۱۲ کسیزه ډله نیول شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *