د کانګرس دېموګراټې غړې ایلهان عمر ویلي، د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ له خپلې څوکۍ ناوړه ګټه اخیستې ده. نوموړې زیاته کړې، هګسټ په ایران کې یوه غیرقانوني جګړه پر مخ وړي، په کارابین کې له قضایي پروسې پرته وژنې ترسره کوي، او په دوامداره توګه بې ګناه ملکي وګړي له ګواښ سره مخ کوي.
هغې ټینګار کړی، چې اوس د هغه د استیضاح وخت دی.
