د هرمز تنګي پر سر ناندرۍ؛ عراقچي ویلي د امریکا پلانونه شنډ شوي دي

د هرمز تنګي پر سر ناندرۍ؛ عراقچي ویلي د امریکا پلانونه شنډ شوي دي

د هرمز تنګي پر سر د ایران او امریکا ترمنځ د لفظي ترینګلتیاوو په دوام او همداراز د دواړو لوریو ترمنځ د مذاکراتو نامعلوم برخلیک ته په کتو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې، چې هرمز تنګی پرانیستی دی او په خبره یې، دا مهال له تهران سره هېڅ‌راز خبرې اترې نه دي روانې.

«له اسلامي جمهوریت ایران سره نه خبرې او نه هم کومه مکالمه روانه ده او نه د داسې څه لپاره کوم پلان شته. سمندري محاصره په ټول ځواک او شدت سره روانه ده. د هرمز تنګی خلاص او فعال دی. ټول سمندري ماینونه یا پاک شوي او یا هم له منځه وړل شوي دي».

د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې، د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي بیا ویلي، چې امریکا د هرمز تنګي د مالکیت ادعاوې کوي، خو د پرانیستلو وړتیا یې نه لري.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې منځګړو ته یې په بشپړ ډول د جګړې د پای ته رسېدو خبره کړې ده. سید عباس عراقچي زیاته کړې، چې دښمنانو د ایران د تسلیمېدو، د نظام بدلون، تجزیې او کورنیو ګډوډیو خوبونه لیدل، خو په خبره یې، په ټولو سناریوګانو کې ناهیلي او مات شول.

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف هم د امریکا د خزانې او دفاع وزیرانو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی فکر کوي د لا زیات فشار له لارې به امتیازات ترلاسه کړي، خو په خبره یې، دا ډول هڅې د دوی له سویې لوړې دي.

مطالب بیشتر:  د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره: وروستیو درنو ورښتونو د ۳۶ کسانو ژوند اخیستی دی

«امریکایان فکر کوي چې پر ایران د لا زیات فشار له لارې کولی شي هغه امتیازات ترلاسه کړي چې په تفاهم‌لیک کې نه وو. دا کارونه د بسنټ او هېګسټ له سویې لوړ دي. تمه مه کوئ چې د مسخرو دا ډله به له خپلې خولۍ کوم سوی راوباسي او هغه چټلي چې تاسو کړې، پاکه کړي».

د ایران او امریکا ترمنځ د لفظي کړکېچ په دوام، متحده عربي اماراتو ادعا کړې، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو دوه بالستیک توغندي چې د ایران له لوري توغول شوي وو، شنډ کړي، خو تهران بیا دا ادعا رد او بې‌بنسټه بللې ده. متحده عربي اماراتو له دې پېښې څو ساعته وروسته له ایران سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې هم ځنډولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *