سرور نیازی: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مستقیم تعامل وکړي، نه د پاکستان له لارې

سرور نیازی: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مستقیم تعامل وکړي، نه د پاکستان له لارې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي سرور نیازي له افاق خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، که نړیواله ټولنه غواړي له افغانستان سره تعامل وکړي، باید دا تعامل په مستقیم ډول له افغانستان سره وي، نه د پاکستان له لارې؛ ځکه د نوموړي په باور، پاکستان تل هڅه کړې، افغانستان نړیوالو ته د ترهګرۍ د مرکز په توګه معرفي کړي او د دغه هېواد په اړه ناسم معلومات خپاره کړي.

نیازي ویلي، پاکستان په تېرو وختونو کې د بېلابېلو جګړه‌مارو ډلو ملاتړ کړی او اوس هم هڅه کوي چې د افغانستان په اړه نړیوالو ته ناسم تصویر وړاندې کړي. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د داعش ډلې فعالیتونه پای ته رسېدلي او د هېواد په هېڅ سیمه کې د دغې ډلې د فعالیت لپاره ځای نه دی پاتې.

نوموړي د پخواني جمهوریت پر مهال په ننګرهار او د هېواد په شمالي او جنوبي سیمو کې د داعش ډلې حضور ته په اشارې ویلي، چې هغه مهال د افغان ځواکونو ترڅنګ د ناټو او امریکا پوځي امکانات هم موجود وو، خو د دغې ډلې د له منځه وړلو په برخه کې بریالي نه شول. د هغه په باور، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه په بشپړ ډول محدود شوي دي.

دغه شنونکي زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې هم جدي مبارزه شوې، خو نړیوالې ټولنې په دې برخه کې له افغانستان سره لازمې مرستې نه دي کړې. د نوموړي په وینا، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه د افغانستان له مهمو لاسته راوړنو څخه ده، چې نړیواله ټولنه باید ورته په مثبت نظر وګوري.

مطالب بیشتر:  خبری میز- له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټکتیا

نیازي د پاکستان له‌خوا د تحریک طالبان پاکستان ټي‌ټي‌پي(TTP) د مشرانو د حضور په اړه ادعاوې هم رد کړې او ویلي یې دي، چې دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده او باید د افغانستان له وضعیت سره ونه تړل شي. نوموړي د بلوچستان د بېلتون‌غوښتونکو خوځښتونو یادونه هم کړې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې د افغانستان پر غاړه ور وانه چوي او د خپلو داخلي امنیتي ستونزو مسؤلیت پر نورو هېوادونو وانه‌چوي.

نوموړي په پای کې ټینګار کړی، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ هېواد حق نه لري چې د دغه هېواد په استازیتوب له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او اړیکو ادعا وکړي. د هغه په وینا، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د وضعیت او غوښتنو د درک لپاره له پاکستان پرته له افغان لوري سره مستقیمې اړیکې او خبرې اترې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *