انس حقاني: بګرام د افغانستان دی، نه د امریکا

انس حقاني: بګرام د افغانستان دی، نه د امریکا

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني له یوه امریکايي یوټیوبر سره په مرکه کې ویلي، چې د بګرام هوايي اډه د افغانستان او افغانانو ده، او امریکا د هغې د مالکیت حق نه‌لري.

هغه د بګرام په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې ویلي، دا اډه یو وخت د افغانستان د ښکلا سمبول وه، خو د شوروي او امریکا د شتون پرمهال د جګړې، ویجاړۍ، شکنجې او زندان سمبول ګرځېدلې وه.

حقاني د زنداني کېدو خاطراتو یادونې کړې او ویلي یې دي چې: « دا زموږ حق دی، دا د امریکایانو او امریکایي سیاستوالو حق نه دی.»

 د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار د بګرام اډې د نیول ګواښ کړی دی.

مطالب بیشتر:  د ختلان خونړۍ پېښه، سیمه‌ییز امنیت او د افغانستان–تاجیکستان پر اړیکو یې اغېز

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *