د ایران جګړې د امریکا د توغندیو زېرمې خالي کړې

د ایران جګړې د امریکا د توغندیو زېرمې خالي کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د یوه هندي څېړونکي مهېش ډاټ تازه څېړنې ښودلې، له ایران سره د جګړې پر مهال د امریکا د پرمختللو دفاعي توغندیو او مهماتو زېرمې په پراخه کچه مصرف شوې دي. په څېړنه کې د امریکا حکومت د حساب ورکونې ادارې (GAO) له قوله راغلي، چې پنټاګون د مهماتو د تولید، بودجې او پوځي اړتیاوو د همغږۍ او د زېرمو د بېرته بشپړولو لپاره هر اړخیز او مشخص پلان نه لري.

د دغې څېړنې په یوه برخه کې راغلي، د امریکا د پاټریوټ او ټاد دفاعي توغندیو او ځینو نورو پرمختللو وسلو نږدې نیمایي زېرمې د ایران پر وړاندې د جګړې پر مهال کارول شوې. همداراز، د امریکا سمندري ځواک منلې چې د جګړې پر مهال یې ځینې داسې مهمات هم کارولي، چې د کارونې ټاکلې موده یې پای ته رسېدلې وه.

سرچینه زیاتوي، د دغو پرمختللو توغندیو د تولید بهیر د تخنیکي او صنعتي محدودیتونو له امله وخت نیسي او د ځینو وسلو د زېرمو د بېرته بشپړولو لپاره له دوو تر څلورو کلونو وخت ته اړتیا ده. بل لور ته، ایران د خپلو بالستیک توغندیو لپاره پخوانی دوه زره کیلومتره واټن محدودیت کړی. که څه هم تهران تر اوسه د خپلو توغندیو د نوي واټن په اړه مشخص جزیات نه دي اعلان کړي، خو دغه پرېکړه د سیمې او اروپا د امنیت په اړه اندېښنې زیاتولای شي.

د سرچینې په باور، د امریکا د مهماتو د زېرمو کمښت او د هغو د بیا تولید اوږد مهاله بهیر کولای شي د دغه هېواد پر راتلونکو پوځي محاسبو او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ او ختیځې اسیا په امنیتي وضعیت کې اغېز ولري.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ طرحه د ناکامۍ په درشل کې؛ آیا د غزې وېش طرحه عملي ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *