توریالي ځاځی: برېټانیا دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره لومړی د پاکستان د لاسوهنو مخه ونیسي

توریالي ځاځی: برېټانیا دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره لومړی د پاکستان د لاسوهنو مخه ونیسي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي توریالي ځاځي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو په برخه کې د برېټانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي د هڅو او پاکستان ته د هغه د احتمالي سفر په اړه ویلي، چې برېټانیا او امریکا د افغانستان په معاصر تاریخ کې مهم رول لرلي او د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د افغانستان پر وړاندې د ګڼو بشري جنایتونو د ترسره کېدو مسوولیت هم ورپورې تړلی دی. د نوموړي په باور، د دغو هېوادونو سیاستونو په تېره نیمه پېړۍ کې د سیمې د سیاسي ثبات په تأمین کې مثبت رول نه دی لوبولی.

ځاځي ویلي، که برېټانیا واقعاً غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ حل کړي، باید لومړی خپل صداقت ثابت کړي؛ ځکه د نوموړي په باور، پاکستان د برېټانیا د تاریخي سیاستونو په پایله کې په سیمه کې رامنځ‌ته شوی او د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد ډېری کړنې د هغو نړیوالو سیاستونو په چوکاټ کې ترسره کېږي چې د پاکستان په رامنځ‌ته کېدو کې یې رول درلود.

نوموړي پوښتنه کړې، چې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ولې له برېټانیا غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په حل کې اغېزناک رول ولوبوي، خو له خپل هېواد، امریکا او ملګرو ملتونو څخه ورته غوښتنې نه کوي؟ د هغه په وینا، تر اوسه امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان د بې‌ثباتۍ د مخنیوي، د افغانانو د خوندیتوب، سولې او امنیت لپاره اغېزناک عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

دغه شنونکي زیاته کړې، که برېټانیا غواړي د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ ستونزې حل کړي، باید پر پاکستان فشار راوړي چې هغو کسانو ته نور په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي چې په افغانستان کې یې جنایتونه ترسره کړي او د افغانستان پر ضد فعالیتونه کوي. د نوموړي په باور، د پاکستان له لوري د دغو کسانو ملاتړ او هغوی ته د فعالیتونو د زمینې برابرول د افغانستان پر وړاندې د کړکېچ د دوام یو مهم لامل دی.

مطالب بیشتر:  کابل ته د اسحاق‌دار سفر؛ د دې سفر موخه څه او پاکستان د څه په لټه کې دی؟

ځاځي څرګنده کړې، چې افغانستان د ټولو نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی، خو دا په دې معنا نه ده چې اسلامي امارت باید د هغو هېوادونو غوښتنې ومني چې د افغانستان پر وړاندې یې په تېرو کلونو کې لاسوهنې او جنایتونه کړي دي. د هغه په وینا، افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو د سیاسي موخو قرباني شوی او د دغو لاسوهنو اغېزې لا هم دوام لري.

نوموړي ویلي، په نړیوالو غونډو، کنفرانسونو او د استازو په تګ راتګ سره د افغانستان پر وړاندې د تېرو شلو کلونو جنایتونه نه شي هېرېدای. د هغه په باور، په تېرو پنځو کلونو کې چې په افغانستان کې نسبي سوله او امنیت ټینګ شوی، نړیوالو تر اوسه د افغانستان په اړه کوم د پام وړ مثبت او عملي ګام نه دی پورته کړی.

ځاځي په پای کې ټینګار کړی، چې برېټانیا باید د افغانستان په اړه د خپلو څرګندونو پر ځای په عملي ډګر کې د خپل صداقت ثبوت وړاندې کړي او د هغو کړنو مخه ونیسي چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ او د دغه هېواد پر وړاندې د تبلیغاتو د دوام لامل کېږي. د هغه په وینا، یوازې هغه مهال به له برېټانیا سره د افغانستان په اړه د صادقانه چلند او مثبت رول په اړه د باور رامنځ‌ته کېدو زمینه برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *