په یوه تحلیلي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوال نظم دوه بنسټیز اصول؛ یعنې «د یرغلیزو جګړو منع» او «د امپراتوریو پای»، په چټکۍ سره د ړنګېدو په حال کې دي او نړۍ د بېثباتۍ او د قدرتونو د سیالۍ نوي پړاو ته ننوتې ده
په راپور کې راغلي چې د تېرو اتیا کلونو نسبي سوله د دوو باورونو پر بنسټ رامنځته شوې وه؛ لومړی دا چې یرغلیزې جګړې د منلو وړ نه دي او دویم دا چې ملتونه د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري. د لیکوال په وینا، د ملګرو ملتونو منشور په ۱۹۴۵ کال کې همدا دوه اصول د نړیوال سیاست د جوړښت برخه وګرځول او د نږدې ۲۰۰ خپلواکو دولتونو د رامنځته کېدو او د بلې نړیوالې جګړې د مخنیوي زمینه یې برابره کړه
راپور ټینګار کوي چې که څه هم نړۍ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له ګڼو جګړو او بحرانونو سره مخ شوې، خو په ټولیز ډول میلیاردونه انسانان د اقتصادي ودې او نسبي ثبات په یوه دوره کې ژوند کړی دی. خو اوس داسې ښکاري چې دا پړاو د پای په لور روان دی او نښې یې د کورنیو او بینالدولي جګړو په زیاتېدو، د وسلو د سیالیو په پراخېدو او د نړیوالې ډیپلوماسۍ په کمزوري کې څرګندې شوې دي.
په دې تحلیل کې د اوکراین جګړه او همدارنګه د امریکا او اسرائیلو ګډه جګړه د سترو قدرتونو د «یرغلیزو جګړو» د بېرته راګرځېدو بېلګې بلل شوې دي. لیکوال خبرداری ورکوي چې اټومي قدرتونه خپلې وسلې او زېرمې پراخوي، د وسلو د کنټرول تړونونه د له منځه تلو په حال کې دي او نړۍ له بېساري خطرونو سره مخ شوې ده.
راپور زیاتوي چې د عام تصور خلاف، امریکامحوره نړیوال نظم د نړیوالې سولې اصلي لامل نه و، بلکې په ځینو مواردو کې همدغه نظم د جګړې ضد او د امپراتورۍ ضد اصولو د کمزورۍ لامل شوی دی. د لیکوال په باور، اوسنی بحران تر ډېره د امریکا د شاتګ پایله نه، بلکې د جګړو او استعمار د تاریخي ناورینونو د هېرېدو او د نړیوالې اخلاقي رهبرۍ د کمزورۍ پایله ده
راپور د ۱۹۵۰ او ۱۹۹۰ لسیزو ترمنځ د ملګرو ملتونو تاریخي رول ته هم کتنه کوي او د سوئز کانال، د کیوبا توغندیز بحران، د هند او پاکستان جګړه، د ایران او عراق جګړه او د افریقا شخړې د هغو بحرانونو له ډلې بولي چې ملګرو ملتونو پکې بریالی منځګړیتوب کړی و. لیکوال ټینګار کوي چې د هغه وخت د ملګرو ملتونو سرمنشیانو د اخلاقي اعتبار او سیاسي بېطرفۍ پر مټ نړیوالو قدرتونو ته د بحرانونو د حل لارې برابرولې
د تحلیل په بله برخه کې راغلي چې د آسیا او افریقا تازه خپلواکو هېوادونو ملګري ملتونه په داسې نړیوال بنسټ بدل کړل چې د استعمار او بهرني تسلط پر وړاندې ودرېږي. دغو هېوادونو باور درلود چې ریښتینې خپلواکي یوازې هغه وخت شونې ده چې بهرنۍ لاسوهنې پای ته ورسېږي او د ملتونو ترمنځ مساوات رامنځته شي.
راپور همداراز د سړې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو د ماهیت بدلون ته اشاره کوي. د لیکوال په وینا، په هغه پړاو کې د «بشري حقونو» او «بشري مرستو» تر عنوان لاندې پوځي مداخلې زیاتې شوې او د ملي حاکمیت اصل په تدریجي ډول کمزوری شو. په همدې چوکاټ کې پر عراق د امریکا ۲۰۰۳ کال برید د یرغلیزو جګړو د منع اصل ته سخت زیان ورساوه او له هغه وروسته نړۍ د پخواني نظم د زوال پر لور روانه شوه.
راپور خبرداری ورکوي چې د امریکامحوره نظم له کمزورۍ او د چین په څېر د نوو قدرتونو له راڅرګندېدو سره نړۍ داسې پړاو ته ننوتې چې هېڅ قدرت د نړیوال نظام د بشپړ مدیریت توان نه لري. د لیکوال په باور، یوازې هغه وخت ملګري ملتونه بېرته خپل اغېزمن رول ترلاسه کولای شي چې د «جګړې نه» او «امپراتورۍ نه» اصول بېرته د نړیوال سیاست محور وګرځوي
په پای کې لیکوال د داسې سیاسي مشرانو او د ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي د راڅرګندېدو غوښتنه کوي چې د فعالې ډیپلوماسۍ د بیا راژوندي کولو او د جګړو او استعمار د تاریخي ناورینونو په اړه د ملتونو د تاریخي حافظې د بېرته راویښولو له لارې نړۍ د لا خطرناک راتلونکي له ننګونو وژغوري
