د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې پاکستان جوړ شوی له لوړو ژورو سره مخ پاتې شوې دي. د ډیورند فرضي کرښې پر سر اختلاف، امنیتي اندېښنې، سیمهییز رقابتونه او مداخلې د دې سبب شوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ثبات او دوامدار باور پړاوونه ونه وهي.
په دې ترڅ کې، یوه موضوع چې له افغانستان سره د پاکستان چلند تشریح کولای شي، «امنیتیسازي» ده. د دې تګلارې له مخې، دولتونه ځینې موضوعات یا لوبغاړي د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه معرفي کوي، څو خپلې ځانګړې پالیسۍ توجیه او د عامه افکارو ملاتړ ترلاسه کړي. په وروستیو کلونو کې افغانستان د پاکستان ډېری وخت د امنیتي ګواښ د یوې مهمې سرچینې په توګه یاد کړی. پاکستاني چارواکو څو ځله ادعا کړې چې ځینې وسلهوالې ډلې، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) له افغانستان څخه د بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره استفاده کوي.
که څه هم د دواړو هېوادونو د سرحدي سیمو له امنیتي ستونزو انکار نه شي کیدای خو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د دغو ګواښونو مطرح کول یوازې د رښتینو امنیتي اندېښنو له امله دي، که تر شا یې نورې سیاسي او سټراټیژیکې موخې هم شته؟
د بهرني سیاست له نظره، پاکستان تل افغانستان د خپل امنیتي چاپېریال یوه برخه ګڼلې ده. پاکستاني سیاستوال په تېرو لسیزو کې له دې اندېښمن وو چې په کابل کې داسې حکومت رامنځته شي چې له هند سره نږدې اړیکې ولري او د اسلاماباد له نفوذ څخه لرې وي. د ډېرو پاکستاني چارواکو په اند، د سیمهییز ځواک توازن ساتل دا ایجابوي چې افغانستان د پاکستان د سیاسي او امنیتي نفوذ په ساحه کې پاتې شي. په همدې شرایطو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت ښودل کولی شي د سیاسي فشار، د سرحدي امنیتي تدابیرو د زیاتولو او مداخلې د سیاستونو لپاره زمینه برابره کړي. له همدې امله د افغانستان امنیتسازۍ یوه برخه د کابل د مهارولو د سټراټیژۍ په چوکاټ کې څېړل کېدای شي.
خو دا تحلیل یوازې بهرنیو ملاحظاتو پورې محدود نه دی. پاکستان په وروستیو کلونو کې له ګڼو کورنیو ستونزو سره هم مخ دی؛ اقتصادي ناورین، د انفلاسیون زیاتوالی، سیاسي بېثباتي، د ګوندونو ترمنځ کړکېچ، قومي نارضایتۍ او د وسلهوالو ډلو فعالیتونه له هغو ننګونو څخه دي چې دغه هېواد ورسره مخ دی. په داسې حال کې د بهرنیو ګواښونو کول کله ناکله د کورنيو فشارونو د کمولو لپاره کیږي.
سیاسي او امنیتي نظریې ښيي چې دولتونه د ناورین پر مهال هڅه کوي د بهرني ګواښ په توګه عامه افکار یو کړي او له کورنيو ستونزو یې پام واړوي. په همدې چوکاټ کې د پاکستان په رسنیو او رسمي څرګندونو کې د افغانستان انځور مهم دی. په ډېرو مواردو کې افغانستان چې خپله له امنیتي ستونزو سره مخ دی، د پاکستان د ناامنۍ د اصلي سرچینې په توګه معرفي کېږي. دا روایت کولی شي د ناکامیو مسولیت له بهرنیو عواملو سره وتړي او پر تصمیمنیونکو فشار کم کړي.
له بلې خوا، د امنیتي ګواښ د فضا دوام د پاکستان د پوځي بنسټونو لپاره هم اهمیت لري. د دغه هېواد پوځ له خپل جوړښت راهیسې په سیاست او ملي امنیت کې مهم رول لري. پر لوېدیځه پوله کې د دوامداره ګواښ موجودیت د پوځ د واک او نفوذ د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي او د سیاسي تصمیمنیونې په بهیر کې د هغه رول توجیه کوي. له همدې امله ځینې شنونکي باور لري چې د افغانستان په اړه د ګواښونو موضوع را پورته کول یوازې بهرنی اړخ لري چې د پوځي بنسټونو د نفوذ په ساتلو کې مرسته کوي.
په ټولیزه توګه، د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغانستان امنیتيسازي یوازې د یو عامل له مخې نه شي توضیح کېدای. دا سیاست له یوې خوا د اسلاماباد له جیوپولټیکو او سټراټیژیکو موخو سره تړاو لري او له بلې خوا د کورنیو ستونزو په مدیریت او د امنیتي بنسټونو د رول په پیاوړتیا کې هم اغېز لري. د افغانستان په اړه د پاکستان چلند درک کول د کورنيو او بهرنیو عواملو ګډ تحلیل ته اړتیا لري، ځکه یوازې په همدې ډول د دې سیاست بېلابېل اړخونه په سمه توګه ارزول کېدای شي.
