په امنیتي مطالعاتو کې د مخنیوي ځواک د یوه دولت هغې وړتیا ته ویل کېږي چې دښمن له پوځي یا یرغلیز اقدامه ګرځوي. کله چې یو هېواد وکولای شي د جګړې لګښتونه د مخامخ لوري لپاره دومره درانه وښيي، چې له مخې یې دښمن د شخړې له پیلولو تېر شي، نو په دې توګه ویلی شو، چې دا هېواد د مخنیوي ځواک له پوره وړتیاوو برخمن دی. په وروستیو کلونو کې د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کړې چې د خپل پوځي ځواک، جغرافیایي موقعیت او سیمهییز نفوذ پر بنسټ د امریکا او اسراییلو پر وړاندې یو ډول د مخنیوي ځواک رامنځته کړي. د سیمې بدلونو هم ښودلې چې دا پالیسي تر یوه بریده بریالۍ وه او توانېدلې د ایران د سیالانو پر امنیتي سنجونو اغېز وکړي.
د ایران اسلامي جمهوریت د مخنیوي ځواک یو له مهمو بنسټونو، د دغه هېواد توغندیز ځواک دی. ایران په تېرو دوو لسیزو کې د بالسټیک، کروز، هایپرسونیک توغندیو او د کشفي، ځانمرګو او یرغلیزو بېپیلوټه الوتکو د تولید په برخه کې پراخه پانګونه کړې ده. د دې وړتیا اهمیت په دې کې دی چې پر ایران هر ډول احتمالي برید له غوڅ ځواب سره مخ کېدای شي. د وروستیو جګړو په جریان کې د ایران توغندیز او بېپیلوټه بریدونه لکه وعده صادق ۱، وعده صادق ۲ او وعده صادق ۳ ښودلې چې تهران د دې وړتیا لري، څو د دښمن او د هغه د متحدینو پوځي مرکزونه له لرې واټنونو هم په نښه کړي. همدا مسله د دې لامل شوې، څو په امریکا او اسراییلو کې پرېکړه کوونکي د ایران پر وړاندې د هر ډول پراخ پوځي اقدام او د هغه د دوام د پایلو په اړه له ډېر احتیاط کار واخلي او د دواړو جګړو په جریان کې د درېیمو اړخونو له لارې تهران ته د اوربند وړاندیزونه وړاندې کړي.
بل عامل چې د ایران د مخنیوي ځواک سره مرسته کوي د دغه هېواد جیوپولیټیک موقعیت دی. ایران د هرمز تنګي ترڅنګ موقعیت لري، هغه لاره چې په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو مسیرونو شمېرل کېږي. په دې سیمه کې هر ډول ناامني کولای شي د تېلو پر بیو او نړۍوال اقتصاد اغېز وکړي. له همدې امله وروستیو جګړو وښودله که جګړه دوام ومومي، یوازې ښکېلو اړخونو ته به زیان ونه رسېږي، بلکې ډېر نور هېوادونه به هم د دې جګړې له اقتصادي پایلو سره مخ شي. همدې موضوع ستر قدرتونه تل دې ته اړ کړي چې په خلیج فارس کې د جګړې له رامنځته کېدو سره محتاطانه چلند وکړي.
له بلې خوا، ایران یوازې پر خپلو کلاسیکو پوځي وړتیاوو تکیه نه ده کړې. د ایران د امنیتي سټراټیژۍ له ځانګړتیاوو یوه دا ده، چې په سیمه کې د هغو لوبغاړو له وړتیاوو ګټه اخلي چې د اسلامي جمهوریت له پالیسیو سره همغږي لري. همدا مسله د دې لامل شوې، څو له ایران سره پوځي ښکیلتیا زیات اړخونه ولري او د جګړې جغرافیه پراخه شي. په بل عبارت، که د ایران دښمنان وغواړي مستقیمې شخړې ته دننه شي، دا احتمال هم دې په پام کې ونیسي چې ناورین به د منځني ختیځ بېلابېلو سیمې لاندې کړي. د جګړې د ساحې او لګښتونو زیاتوالی د ایران د مخنیوي ځواک له مهمو عناصرو شمېرل کېږي.
له همدې امله داسې تصور ونه شي چې د ایران پوځي ځواک ښودنه د بشپړ پوځي برلاسۍ معنا لري. امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو لوی پوځي قدرت ګڼل کېږي او اسراییل هم له بېلابېلو پوځي ټکنالوژیو، د توغندیو دفاعي سیسټمونو او د لوېدیځ له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی. سربېره پر دې، د بندیزونو له امله رامنځته شوي اقتصادي فشارونه د ایران د ملي ظرفیتونو یوه برخه تر اغېز لاندې راوستې ده. له همدې امله د ایران پوځي ځواک تر ډېره د دښمن لپاره د جګړې د لګښتونو پر زیاتولو ولاړ دی، نه په یوه اوږده او پراخه جګړه کې د قاطعې بریا پر وړتیا.
په ټولیز ډول ویلی شو چې ایران په وروستیو کلونو کې د امریکا او اسراییلو پر وړاندې یو ډول اغېزمن او نامتقارنه د مخنیوي ځواک رامنځته کړی، هغه وړتیا چې نه یوازې پر توغندیز ځواک، بلکې پر جیوپولیټیک موقعیت، سمندري ځواک او سیمهییز نفوذ هم ولاړه ده. حقیقت دا دی چې که څه هم د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ کړکېچ څو ځله اوج ته رسېدلی او لنډمهالو جګړو ته دننه شوی دی، خو تر اوسه هېڅ یو لوری د یوې پراخې جګړې پر لور نه دی تللی. دا موضوع ښيي چې د ایران د مخنیوي ځواک د منځني ختیځ په امنیتي معادلو کې یو له مهمو عواملو ګڼل کېږي.
