جرګه او جګړه؛ اسلام‌آباد د څه په لټه کې دی؟

جرګه او جګړه؛ اسلام‌آباد د څه په لټه کې دی؟

سره له دې چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ د کابو کولو په پار د ډیپلوماټیکو هلو ځلو ترڅنګ، ولسي هڅې هم چټکې شوې، خو پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځ د تېرې ورځې راکېټي بریدونو، د دغه کړکېچ د سوله‌ییز حل پر وړاندې یو ځل بیا جدي پوښتنې او اندېښنې راپورته کړې دي. ټاکل شوې سبا سه‌شنبه په پېښور کې د سیاسي مشرانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې د استازو په ګډون، د پاکستان – افغانستان ګډه دودیزه جرګه جوړه شي، چې موخه یې د خبرو اترو پیاوړتیا، د باور فضا رامنځته کول او د سولې او ثبات لپاره د لارې هوارول بلل شوي دي.

د دې جرګې د جوړېدو په درشل کې د پاکستاني پوځ له لوري پر کونړ ولایت بریدونه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبلې، یو ځل بیا د باور نسبي فضا پیکه او دې اقداماتو د افغان لوري سخته غوسه راپارولې او پاکستان یې په سیمه کې د بې‌ثباتۍ اصلي عامل بللی دی. تازه د هلمند والي امان‌الدین منصور، بدخشان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې افغان ځواکونه د هر ډول تېري پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او د تېرو کلونو تجربې ښيي چې دوی کولای شي له خپل هېواده لا په کلکه دفاع وکړي.

د اسلام‌آباد دا ډول متناقض چلند، یعنې له یوې خوا د سولې خبرې او له بلې خوا پوځي اقدامات، د دغه هېواد د اصلي نیت په اړه جدي شکونه راولاړ کړي دي. که پاکستان په واقعي مانا د اختلافاتو سوله‌ییز حل لپاره خبرو اترو ته ژمن وي، نو بیا ولې د منځګړو هېوادونو پر هلو ځلو سربېره، د ولسي جرګې د جوړېدو په درشل کې د عامو ملکي وګړو کورونه په نښه کوي؟ د چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې د پاکستان په واکمن جوړښت کې داسې کړۍ شته چې نه یوازې د روان کرکېچ سوله‌ییز حل ته لیوالتیا نه لري، بلکې د سیمې بې‌ثباتي د خپلو سټراټیژیکو موخو لپاره کاروي.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت څلور کلن اقتصادي مزل؛ له نړۍوالو بنډیزونو تر سیمه‌ییز اتصال

د چارو شنونکي د اسلام‌آباد دا ډول اقدامات د لویې جیوپولیټیکي پروژې برخه بولي او دا په سیمه کې د اقتصادي، سیاسي او امنیتي سیالیو یوه برخه بولي. د دوی په اند پاکستان هڅه کوي افغانستان کې د اوبو په خړولو سره سیمه کې خپل سټراټیژیک رول وساتي او پرېنږدي، چې د واخان په څېر نوي اقتصادي او ترانزیټي دهلېزونه د سیمې د اقتصادي ځواک توازن بدل کړي. شنونکي د دې پروژې بله مهمه برخه په سیمه کې د واشنګټن د ګټو خوندیتوب یادوي او باور لري، چې پاکستان په دا ډول اقداماتو سره غواړي په سیمه کې د امریکا هغه پروژه عملي کړي، چې موخه یې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ پراختیا ده.

د پاکستاني پوځ دا ډول اقدامات، نه یوازې دا چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو اوسېدونکي له بوږنوونکي وضعیت سره مخ کړي، بلکې دا ډول کړنې د سولې لپاره شته محدود فرصتونه هم له منځه وړي. د پېښور جرګه، د یوې دودیزې او باوري لارې په توګه، کولای شي د تاوتریخوالي په کمولو کې مهم رول ولوبوي، خو د دې بریا تر ډېره د ښکېلو دولتونو پر سیاسي ارادې پورې تړلې ده.

په ټوله کې، د پېښور دودیزې جرګې په درشل کې پر کونړ وروستي بریدونه، دا اندېښنې راپورته کوي چې اسلام‌آباد لا هم پوځي انتخاب ته د فشار د اصلي وسیلې په سترګه ګوري. که دا تګلاره بدله نه شي، نو نه یوازې د سولې هڅې به بې‌پایلې پاتې شي، بلکې سیمه به د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ له یوه نوي پړاو سره مخ شي؛ داسې وضعیت چې اغېزې به یې د افغانستان او پاکستان له پولو هاخوا وغځېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *