په تېرو څو لسیزو کې منځنی ختیځ تل د نړۍوالو زبرځواکونو او سیمهییزو لوبغاړو د سیالۍ له مهمو ډګرونو پاتې شوی دی. په دې لړ کې د امریکا او اسراییلو یووالی، د نړۍ یو له تر ټولو ثابتو او اغېزناکو سیاسي او امنیتي اېتلافونو ګڼل کېږي او دې اېتلاف د سیمې د بدلونونو په جوړښت کې مهم رول لرلی دی. د چارو ډېری شنونکي په دې باور دي چې د تلابیب او واشنګټن ملګرتیا، یوازې تر سټراټیژیکې همکارۍ محدوده نه ده، بلکې په ځینو مواردو کې د ایران پر وړاندې د فشار وسیلې په توګه هم کارول شوې ده.
د وروستیو کلونو د بدلونونو ارزونه ښیي، هرکله چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، ورسره سم د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلاتو کې د اسراییلو رول هم پیاوړی شوی دی. د ایران له اټومي پروګرام نیولې د سوریې تر بدلونونو، لبنان او خلیج فارس پورې، تلایب تل د ایران اسلامي جمهوریت د سیاستونو پر وړاندې د مخالفینو په لومړۍ کرښه کې پاتې شوی او د امریکا د سیاسي، پوځي او ډیپلوماټیک ملاتړ په مرسته توانېدلی، څو په نړۍواله کچه خپل دریځونه په لا پیاوړې بڼه مطرح کړي.
د نړۍوالو اړیکو ډېری پوهان په دې باور دي چې امریکا په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره یوازې پر مستقیم حضور تکیه نه کوي، بلکې له خپلو سیمهییزو متحدینو هم استفاده کوي. په دې چوکاټ کې اسراییل د واشنګټن له مهمو سټراټیژیکو شریکانو دی، داسې شریک چې د یوه عادي متحد په پرتله خورا پورته رول لري او په ځینو سیمهییزو قضیو کې د امریکا د سیاستونو د عملي کولو په برخه کې د یوه پیاوړي ملګري په توګه عمل کوي. په همدې توګه، د ایران پر وړاندې د سیاسي او امنیتي فشار یوه برخه د واشنګټن او تلابیب د نږدې همغږۍ له لارې پر مخ وړل کېږي.
د دې تګلارې نیوکهکوونکي په دې باور دي، چې امریکا د اسراییلو پر پوځي، اطلاعاتي او سیاسي وړتیاوو تکیې سره، هڅه کوي چې له مستقیمې مداخلې پرته په ډېرو شخړو کې خپلې موخې ترلاسه کړي. د دوی په آند، د سیمې ډېر کړکېچونه یوازې د اسراییلو د ګټو په چوکاټ کې نه شي تحلیل کېدای، بلکې باید د منځني ختیځ د بدلونونو د مدیریت او د سیمهییزو سیالانو د مهار لپاره د امریکا د پراخې سټراټیژۍ په رڼا کې وڅېړل شي.
د واشنګټن او تلابیب دا تګلاره د ایران په اړه لا ډېره روښانه شوې ده. د امریکا او اسراییلو د دریځونو همغږي د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه او همداراز اټومي پروګرام په برخه کې دا انګېرنه لا پیاوړې کړې ده او ډېری څارونکی اسراییل پر ایران د فشار راوړلو په برخه کې د واشنګټن تر ټولو مهمه وسیله بولي. همدې مسئلې د سیمې په عامه افکارو کې دا پوښتنه راپورته کړې چې آیا د اسراییلو اقدامات یوازې د خپلو امنیتي ملاحظاتو پر بنسټ دي، که د ایران پر وړاندې د امریکا د سترې سټراټیژۍ یوه برخه هم ده؟
په همدې حال، د تېرو کلونو تجربو ښودلې چې د فشار، ګواښ او تقابل سیاستونه که څه هم کولی شي په لنډمهال کې ځینې تاکیتکي موخې ترلاسه کړي، خو په اوږدمهال کې د سیمهییزو کړکېچونو لپاره دوامداره حل نه شي وړاندې کولی. د دې بهیر دوام نه یوازې بېباوري زیاتوي، بلکې د تازه کړکېچونو او بحرانونو زمینه هم برابروي.
منځنی ختیځ نن سبا تر بل هر وخت زیات ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او متقابل درناوي ته اړتیا لري. تلپاتې امنیت هغه وخت تحقق مومي چې د ملتونو ګټې تر جیوپولیټیکي سیالیو لوړې وبلل شي او د فشار او تقابل پر ځای د همکارۍ او تعامل روحیه پیاوړې شي. له همدې امله، د نړۍ د سیاستوالو پر وړاندې اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د کړکېچ له کړۍ د وتلو او د باور جوړونې، عدالت او خبرو اترو پر بنسټ د حل لارو پر لور د حرکت وخت نه دی رارسېدلی؟
