کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیوالې ورځ په مناسب، د فلسطینیانو لپاره پر وقار، عدالت او پر خپل لاس د برخلیک پر ټاکلو ټینګار کړی او د دوه دولتونو حل لاره یې په منځني ختیځ کې د سولې یوازینی حل بللی دی.
ګوتریش د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې فلسطینیان د عزت، عدالت او برخلیک د ټاکنې حق لري او زیاتوي، فلسطین او اسراییل باید د یو بل ترڅنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
د یادونې وړ ده چې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ په ۱۹۷۷ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د پرېکړې له مخې وټاکل شوه، او له ۱۹۷۸ کال راهیسې لمانځل کېږي.
