کابل؛ افاق خبري اژانس: د یونیسف د شمېرو له مخې، د روان کال سپټمبر میاشت کې له ۱.۳ میلیونو څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي وو، چې ۱۰۷زره او ۳۹۶ ماشومان د درملنې لپاره منل شوي دي. له دې ډلې، ۶۰زره او ۶۰۸ ماشومان په شدیده خوارځواکۍ او ۴۶زره او ۷۸۸ نور په منځنۍ شدیده خوارځواکۍ اخته وو.
