کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) “د افغانستان د وضعیت راپور” کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د هېواد د بشري غبرګون پلان د بودجې له سخت کمښت سره مخ دی. د راپور له مخې، په افغانستان کې د مرستې لپاره د اړتیا وړ ټول ۱.۷۱ میلیارده ډالرو څخه ۶۷ سلنه یې نه دي ورکړل شوې.
