کابل؛ افاق خبري اژانس: د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱.۳۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.
د دغه خونې د معلوماتو له مخې، له ازبیکستان څخه د افغانستان واردات ۱.۱۹ میلیارده ډالرو او ازبیکستان ته د افغانستان صادرات بیا ۱۹۲.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
