کابل؛ افاق خبري اژانس: د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او تر دې مهاله شاوخوا ۹۲ سلنه بشپړې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په خاوره کې د یادې پروژې له مجموعي ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالي څخه ۱۴۲.۹ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د غځول شوې نللیکې په شاوخوا کې د ۷۰ کیلومتره برخې د هایدروټېسټ چارې، د والونو نصب، د تقاطعګانو د جوړولو چارې او د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ګازو د ترلاسه کولو او تنظیم دستګاه (Offtake Station) او د ګازو د اندازهګیرۍ سټېشن (Metering Station) د جوړولو چارې هم شاوخوا ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په هرات ښار کې د ګازو د داخلي وېش او تنظیم شبکې د جوړولو په موخه د فرعي نللیکو او اړوندو تاسیساتو سروې هم بشپړه شوې او هڅې روانې دي، چې د جوړولو عملي چارې یې ژر پیل شي.
کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، دغه وزارت او د ټاپي پایپلاین کمپنۍ په ګډه هڅه کوي، چې د ټاپي پروژې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د طبیعي ګازو د لېږد سیمهییزه پروژه ده چې موخه یې د مرکزي اسیا د ګازو له زېرمو څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز رسول دي.
