کابل؛ افاق خبري اژانس: جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال له جنوري تر اکتوبر میاشتې ۲۱۹ افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. دا شمېر د تېرو کلونو د لومړیو لسو میاشتو په پرتله بې ساري دی.
یادو رسنیو د جرمني د کیڼ اړخي ګوند د پارلماني پوښتنې په اړه حکومت د ځواب په حواله ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې ټول ۸۳ افغان وګړي له جرمني څخه شړل شوي؛ خو روان کال یوازې د اکتوبر په میاشت کې ۴۰ کسان د دې میاشتې په ۲۸مه نېټه په یوه الوتنه کې افغانستان ته استول شوي دي.
د راپورونو له مخې، چې د اکتوبر په میاشت کې شړل شوي ټول ۴۰ کسان په یو شمېر جرمونو تورن شوی وو.
د یادونې وړ ده چې د جرمني حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته د اخراج د الوتنو د شمېر د زیاتوالي په اړه غور کوي، او ښايي په میاشت کې د دریو الوتنو امکان هم وڅېړي.
