کابل؛ افاق خبري اژانس: د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ هوکړې ته د نه رسېدو په اړه د دغه هېواد د صدراعظم څرګندونې تحریف شوې او دغه ادعاووې یې رد کړې دي.
د دغه وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، موږ د عامه افکارو د ګمراه کولو او په دې حساس پړاو کې د ډیپلوماټیکو هڅو کمزوري کولو لپاره دا ډول هڅې په کلکه ردوو. نوموړي زیاته کړې، امریکا او ایران لاهم هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي او د قطر منځګړي د روانو خبرو د ملاتړ لپاره له دواړو خواوو سره له نږدې کار کوي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، د داسې ناسمو ادعاوو خپرول یوازې د هغو کسانو په ګټه دي چې غواړي جګړه اوږده او په سیمه کې بې ثباتي زیاته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او امریکا لاهم د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړې ته نه دي رسېدلي او ایران د امریکا لخوا د خپلو شرطونو پر منلو ټینګار کوي.
