پاکستان کې د افغان کډوالو تورې ورځې؛ ټاکلی ضرب‌الاجل پای‌ته ورسېد

پاکستان کې د افغان کډوالو تورې ورځې؛ ټاکلی ضرب‌الاجل پای‌ته ورسېد

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د ایستلو طرحې د عملي کولو نوی پړاو پیل کړی دی. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ټولو سیمه‌ییزو ادارو، پولیسو او امنیتي بنسټونو ته د یوه مکتوب په صادرولو سره ویلي، چې د جولای له ۱۰مې نېټې، هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې له معتبرې ویزې پرته اوسېږي، په سمدستي توګه دې ونیول شي.

په دې مکتوب کې چې ایالتي چارواکو او سیمه‌ییزو ادارو ته لېږل شوی، ټینګار شوی چې د کډوالو د ایستلو بهیر، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې د ویزو د اعتبار موده یې پای ته رسېدلې، باید په چټکه توګه عملي او پکې له ټولو مسوولو بنسټونو یې د پلي کېدو غوښتنه شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي چې د جولای له ۱۱مې نېټې د هغو افغان کډوالو شمېر، چې ویزې نه لري، د هغوی پر وړاندې د ترسره شویو اقداماتو او د اوسني وضعیت په اړه هره ورځ دغه وزارت ته راپور وړاندې کړي.

په همدې حال، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې په تېره یوه ورځ کې نږدې ۳ زره کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او له هغوی سره د لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې مرستې شوې دي.

د پاکستاني چارواکو له دې پرېکړې سره هم‌مهاله، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر چټکېدل، تر ډېره یوازې د کډوالۍ موضوع نه ده، بلکې د پاکستان د حکومت له امنیتي، سیاسي او اقتصادي ملاحظاتو سره تړاو لري.

مطالب بیشتر:  امریکا کې د افغانانو ملاتړ هڅې؛ کانګرس ته د دواړو ګوندونو وړاندې شوې طرحه؟

د کډوالو د حقونو یو شمېر نور فعالان بیا له نړیوالو سازمانونو او بنسټونو غواړي چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د افغان کډوالو د حقونو، امنیت او انساني کرامت د ساتنې لپاره لا فعال رول ولوبوي.

پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو د ایستلو او نیولو بهیر د چټکتیا پرېکړه کوي، چې دا بهیر په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی و او تېر کال د سلګونه زره افغانانو د استوګنې اسنادو له لغوه کېدو وروسته لا پسې چټک شو.

د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له دغه هېواد څه باندې یو میلیون او ۱۵۵ زرره افغانان ایستل شوي دي؛ په دې شمېر کې د ثبت کارت لرونکي، د افغان تابعیت کارت لرونکي، بې اسنادو کسان او په خپله خوښه بېرته راستنېدونکي شامل دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تر اوسه له پاکستان او ایران څه باندې ۵.۴ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي؛ هغه بهیر چې د اسلام‌اباد د نوې پرېکړې په عملي کېدو سره به لا چټک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *