د غره ختوونکو سیلانیانو دا ډله چې د جرمني، اتریش، سویډن او روسیې اوسېدونکي دي، بدخشان ولایت ته راغلي او غواړي د واخان ولسوالۍ د نوشاخ ته، چې د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ده او شاوخوا ۷۴۹۰ مټره لوړوالی لري، وخېژي.
د سراسري امنیت ټینګښت، بډایه کلتور، لرغونی تاریخ او بېسارې طبیعي جاذبې هغه عوامل دي، چې دغه سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.
جرمنۍ سیلانۍ ارینیکا وايي: «موږ غواړو واخان ولسوالۍ ته ولاړ شو، ځکه د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه، نوشاخ هلته ده او غواړو دغه غره ته وخېژو. موږ په بېلابېلو هېوادونو کې هڅه کوو د هغو هېوادونو تر ټولو لوړو غرونو ته وخېژو. د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه، نوشاخ، شاوخوا ۷۴۹۰ متره لوړوالی لري. هر څه ښه وو او له هېڅ ستونزې سره مخ نه شوو. هم طالبانو او هم خلکو موږ سره دوستانه چلند وکړ».
دغه سیلانیان وایي، سراسري امنیت او د خلکو او امنیتي ځواکونو ښه او مناسب چلند هغوی ډېر خوشحاله کړي او په خبره یې، په افغانستان کې موجود امنیت بېساری دی.
اتریشی سیلاني اندریاس: «زما نوم آندریاس دی او له اتریش راغلی یم. ډېر خوښ یم چې افغانستان ته د لیدنې لپاره راغلی یم. زما او زما د ملګرو لپاره دا لوی ویاړ دی چې دلته یو. موږ غواړو واخان ولسوالي وګورو، ځکه د غرهختلو لپاره راغلي یو. افغانستان ډېر ښکلی هېواد دی او حیرانوونکي غرونه لري. په اتریش کې هم موږ له غرونو سره ډېره مینه لرو، او کله چې نورو هېوادونو ته سفر کوو، لېواله وو چې د هغوی غرونو ته وخېژو. همداراز، د افغانستان د خلکو له مېلمهپالنې ډېره مننه کوو. خلک ډېر مهربانه دي، له موږ سره په ښه رویه چلند کوي او دا احساس راکوي چې ګواکې په خپل کور کې یو».
سویډنی سیلاني توماس وايي: «اوس د سفر لپاره ښه وخت دی، ځکه دلته ډېر لږ سیلانیان شته او دا به یوه ځانګړې او بېله تجربه وي. زما په اند، اوس افغانستان ته سفر کول خوندي دي».
د بدخشان ولایت سیمهییز مسوولین وایي، چې سږ کال دغه ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. د دوی په خبره، د سراسري امنیت ټینګښت، بډایه کلتور، تاریخي او طبیعي جاذبې، په ځانګړي ډول د پامیر سیاحتي جاذبې د دې لامل شوې، څو ګڼ بهرني سیلانیان دغه ولایت ته سفر وکړي.
بدخشان چې د هېواد په شمال ختیځ کې پروت دی، د ګڼو تاریخي سیمو، لوړو غرونو، سترو جهیلونو او بډایه کلتور لرلو ترڅنګ، د مېلمهپالنې د دود له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره یو له مهمو ځایونو شمېرل کیږي چې هر کال د زرګونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي.
