له یوه هندي شرکت سره د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تړون لاسلیک

له یوه هندي شرکت سره د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تړون لاسلیک

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس، فیض‌الله تمیم، له یوه هندي شرکت سره د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اړین تړون لاسلیک کړی دی
نوموړي د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، چې د دغه تړون له مخې به یاد شرکت په مرکز او د هېواد په نهو بندرونو کې معیاري لابراتوارونه جوړ کړي، پرمختللي تجهیزات به وارد او نصب کړي، شته وسایل به ترمیم کړي او همداراز به بهرني متخصصین معرفي کړي، څو د کیفیت او معیار ادارې د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړ شي.
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې، باید د بې‌کیفیته توکو د وارداتو مخه ونیول شي او پر معیاري تولیداتو تمرکز زیات شي
د بې‌کیفیته توکو، د خوړو موادو او تقلبي یا تاریخ‌تېرو درملو د وارداتو په اړه د هېواد د وګړو اندېښنې تل یوه جدي او مطرح موضوع پاتې شوې ده.
خو اسلامي امارت څو ځله ویلي، په سرحدونو کې یې داسې اقدامات ترسره کړي چې د بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه ونیسي.

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام آباد د سوداګرۍ بندیدل؛ ایران د افغانستان ښه سوداګریز بدیل دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *