د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «اسراییل هڅه کوي، امریکا له ایران سره په یوه بې پایه جګړه کې ښکېل کړي، چې له دې ډول کړکېچن حالت څخه به هېڅ ولسمشر که هغه جمهوري غوښتونکی وي او که ډېموکراټ، اوسنی وي او که راتلونکی د وتلو لاره ونه لري.»
نوموړي زیاته کړې، تر هغه چې واشنګټن د “لومړی اسرائیل” تګلاره او فکر پرېنږدي، امریکا او متحدین به یې د یوې تیاره راتلونکې پر لور روان وي.
