کابل؛ افاق خبری آژانس: د سیاسي چارو شنونکي ډاکټر سمیر انګار له آفاق خبري اژانس سره په مرکه کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له لوري د ډونالډ ټرمپ پر جګړهییزو تګلارو د نیوکو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، د امریکا تجربې ښيي چې پوځي ځواک په یوازې ځان د بریا ضمانت نه شي کولای.
انګار د ویتنام، عراق او افغانستان جګړو ته په اشارې ویلي، امریکا په دغو هېوادونو کې له پراخو پوځي امکاناتو او پرمختللو ټکنالوژیو څخه کار واخیست؛ خو ونه توانېده چې خپلې اساسي موخې ترلاسه کړي. د نوموړي په وینا، امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ او شاوخوا شل کاله یې په دغه هېواد کې پوځي حضور درلود؛ خو په پای کې خپلو اساسي موخو ته ونه رسېده.
دغه سیاسي شنونکي ټینګار کړی چې د ویتنام، عراق او افغانستان تجربې ښيي، د پوځي اقداماتو پر ځای باید ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړل شي؛ ځکه پوځي ځواک تل مطلوبې پایلې نه لري.
انګار د ایران په اړه د امریکا د تګلارې په تړاو ویلي، واشنګټن فکر کوي چې د پوځي فشار له لارې به وکولای شي خپلې موخې ترلاسه کړي؛ خو ایران داسې هېواد نه دی چې ډونالډ ټرمپ دې په اسانۍ د هغه پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې ایران د پوځي ټکنالوژۍ او ایډیولوژۍ له پلوه ځانګړې وړتیاووې لري، چې د دغه هېواد د نظام د پیاوړتیا لامل ګرځي. د هغه په باور، د تهران پر وړاندې د واشنګټن اوسنۍ تګلاره ښايي له ناکامۍ سره مخ شي.
دغه سیاسي شنونکي خبرداری ورکړی، که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، په منځني ختیځ کې به جګړه نوره هم پراخه شي. د هغه په وینا، ایران به د امریکا پر وړاندې سخت غبرګون وښيي او په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې له جدي ګواښونو سره مخ شي.
انګار ټینګار کړی چې امریکا باید د ایران په اړه له ډیپلوماسۍ، دقیقې محاسبې او هر اړخیزې ارزونې څخه کار واخلي. نوموړي ویلي، که ټرمپ ایران د ویتنام او عراق په څېر کمزوری وګڼي، دا به یوه ناسمه محاسبه وي؛ ځکه ایران د پام وړ پوځي وړتیاووې لري او کورنی وضعیت یې هم باید په دقیقه توګه وارزول شي.
ډاکټر سمیر انګار په باور، د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي تګلاره ښايي د جګړې د پراخېدو او واشنګټن ته د زیاتو زیانونو لامل شي؛ له همدې امله، ډیپلوماسي او دقیقه محاسبه د روان کړکېچ د حل غوره لارې دي.
