په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګر د مالونو لوټېدل

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګر د مالونو لوټېدل

کابل؛ افاق خبري اژانس: کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینره سوداکریز توکي لیلام شوي؛ له بندر څخه خپاره شوي انځورونه کې ښکاري چې کانټینرونه پرانیستل شوي او توکي یې پلورلو نه وړاندې شوي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجرائیوي رییس نقیب الله صافي، افاق خبري اژانس ته ویلي، د افغان سوداګرو ۳۰۰ کانټینره مال له یوه کال راهیسې په کراچۍ بندر کې بند پاتې وو او پاکستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې لیلام یې کړي.
ښاغلي صافي د دغو توکو د لیلام اصلي لامل درانه مالیات، اوږدمهاله لګښتونه او په کراچۍ بندر کې د یادو توکو ناڅرګند برخلیک یاد کړ.
نوموړي زیاتوي، د افغان سوداګرو مالونه په کراچۍ بندر کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ سیاسي کړکیچ زیاتېدو له امله بند پاتې شوې چې باید لیلام نه شي.
د هغه په خبره د دواړو هېوادونو حکومتونه باید په داسې شرایطو کې د سوداګرو ملاتړ وکړي.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې ځنډولې. د دې کړکېچ له امله د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو سلګونه کانټینرونه په میاشتو کراچۍ بندر کې بند پاتې وو چې اوس د دغه بندر د ګمرګ ادارې لخوا لیلام ته وړاندې شوي دي

مطالب بیشتر:  پر بشري مرستو د نظري نیوکه؛ ځینې هېوادونه د بشري مرستو تر شا نورې موخې لري

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *