پاکستان کې د افغان کډوالو تورې ورځې؛ د انساني حقونو له نقض تر سیاسي فشارونو

پاکستان کې د افغان کډوالو تورې ورځې؛ د انساني حقونو له نقض تر سیاسي فشارونو

یو شمېر افغان کډوال چې د سختو ورځو او ګڼو ستونزو په ګاللو سره، تازه له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي، د خپل ژوند په اړه دردناکې کیسې لري. دوی وایي، پاکستان کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ وو، د امنیتي ځواکونو له لوري پر وهلو ټکولو سربېره یې، شتمنۍ هم ضبط شوې دي. تازه راستانه شوي له اسلامي امارت د سرپناه جوړولو او کاري فرصتونو برابرولو غوښتنې کوي.

له پاکستانه راستون شوی عبدالستار آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «موږ له اسلامي امارته غواړو، څو هغو کډوالو ته چې هېواد ته راګرځي، کورونه او سرپناوې برابرې کړي؛ ځکه ټول راستنېدونکي کډوال که مخکې په کورنۍ کې درې یا څلور کسان وو، اوس هر یو ځان‌ته جلا کورنۍ لري.»

یو شمېر نور افغان کډوال هم د کډوالۍ د سختو ورځو له درد او کړاو شکایت کوي او په هېواد کې د روښانه راتلونکي تمه لري. دوی وايي چې په پاکستان کې یې ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوي او له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د هغوی ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

په وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی. د کډوالو د حقونو فعالان وايي چې اسلامي امارت باید د ډیپلوماسۍ له لارې د کډوالو د عادلانه راستنېدو زمینه برابره کړي.

د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د ځینو پرېکړو له نهايي کېدو وروسته د افغان کډوالو بېرته ستنېدل په افغانستان کې جدي اندېښنې راپارولي دي. اسلامي امارت مکلف دی چې د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي او د خپلو کډوالو د ملاتړ اوپه خپله خوښه د هغوی د راتګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»

مطالب بیشتر:  د کډوالو لپاره د مرستو جلبولو په موخه د یوې ځانګړې کمېټې جوړېدل

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون وایي، چې تېره ورځ (شنبه، غویي ۵مه) له پاکستان او ایران ۴ زره او ۲۲۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمیسیون دارالانشاء د شمېرو په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دې موده کې ۴ زره او ۲۴۶ تنه خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي، ۶۷۷ کورنیو سره مرسته شوې او همداراز تازه راستنو شویو ته ۷۸۶ عدده وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *