د کډوالو لپاره د مرستو جلبولو په موخه د یوې ځانګړې کمېټې جوړېدل

د کډوالو لپاره د مرستو جلبولو په موخه د یوې ځانګړې کمېټې جوړېدل

 

سره له دې چې په هېواد کې د بشري مرستو اړتیا لیدل کېږي، اقتصاد وزارت وايي چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره تر خپل نظارت لاندې یې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده، څو هغه سیمې چې د سېلابونو او زلزلو له امله زیانمنې شوې دي، د عام‌المنفعه تاسیساتو د بیارغونې او د راستنو شویو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټه د دې لپاره رامنځته شوې، څو هېوادوال، ملي سوداګر، خیریه بنسټونه، د ملګرو ملتونو ادارې او کورني او بهرني مؤسسات وهڅوي د بېړنیو مرستو په بهیر کې برخه واخلي او د راستنېدونکو د اساسي ستونزو د حل لپاره مرستې وکړي.
عبدالرحمان حبیب په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاته کړه: «په دغو مرستو کې له ګاونډیو هېوادونو د راستانه شوو کډوالو ستونزو ته رسېدنه، د سرپناوو جوړول، د خوراکي توکو او اړینو موادو برابرول، او همدارنګه په ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلو له امله زیانمنو سیمو کې د عامه تاسیساتو بیا رغونه شامل دي.»
په همدې حال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې عمومي رییس، د کډوالۍ نړیوال سازمان له مشرې میا پارک سره لیدنه کې د بېړنیو مرستو او سرپناه په اړه خبرې کړې دي د یادې ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پېښو د مدیریت، د رضاکارانو د پیاوړتیا او د معلوماتي سیسټمونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې په دې برخه کې به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویجاړوونکو سېلابونو د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د شمېرو له مخې، د وري له ۶مې تر د غويي ۵مې پورې ۲۲۷ تنو د سېلابونو له امله ژوند بایللی او ۳۰۹ تنه ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې، د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د بشري مرستو اړتیا هم زیاته شوې ده.

مطالب بیشتر:  اسلامي امارت: ګاونډي هېوادونه دې په جبري توګه افغان کډوال نه‌باسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *