د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې له پاکستانه د راستانه شویو افغانانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا پنځلس برابره زیات شوی دی. د دې ادارې د راپور له مخې، یوازې په تېرو دوو اوونیو کې د راستنېدونکو شمېر له ۲ زره او ۳۲۰ تنو، څه باندې ۴۲ زره کسانو ته رسېدلی دی او په خبره یې، دا شمېر د د کډوالو پرمخ د تورخم او سپین بولدک دروازو له پرانیستلو وروسته لوړ شوی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې راغلي: «په ټولیز ډول، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې له پاکستانه د راستانه شویو کسانو شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله پنځلس برابره زیات شوی دی.»
په ورته وخت کې، ایټالیا د افغانستان له خلکو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان سره به همکاري وکړي، څو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره، مرستندویه پروګرامونه پلي شي.
په همدې حال، د کډوالو حقونو فعالان بیا له افغان کډوالو سره د انساني چلند، لومړنیو خدمتونو ته پر لاسرسي او همداراز د هغوی پر وړاندې د تبعیض مخینوي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان باید د نړۍوالو ژمنو په چوکاټ کې عملي اقدامات وکړي.
د کډوالو حقونو فعال نظر نظري په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا غوښتنه د کډوالو د بنسټیزو حقونو د رعایت پر اړتیا ټینګار کوي، چې پکې انساني چلند، لومړنیو خدماتو ته لاسرسی او د دوهګوني چلند مخنیوی شامل دي، او د پاکستان له حکومته غواړي چې د خپلو نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي.»
دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سیاسي کړکېچونو له زیاتېدو سره، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په څرګند ډول خراب شوی او راپورونه ښيي چې پر هغوی فشارونه زیات شوي او لومړنیو خدماتو ته یې لاسرسی محدود شوی دی.
