اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ شپږم کال ته دننه شو. په دې موده کې، له روسیې پرته هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه لري چې د دغو شرطونو له عملي کېدو سره به له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیک تعامل پیل او خپلې اړیکې به ورسره عادي کړي.
تازه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کېدل په افغانستان کې د بشري حقونو له رعایت سره تړلي دي. دغه وزارت ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي او اقتصادي بحران او د خلکو د خوړو او خدماتو ته د لاسرسي ستونزې لا هم پر ځای دي.
د هسپانیا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د بشري حقونو له رعایت پرته له اسلامي امارت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو عادي کول ناممکن دي.
په همدې حال، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د دا ډول څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او په خبره یې، د نظام څرنګوالی او د بشري حقونو تعریف کورنۍ موضوع ده او اسلامي امارت په دې برخه کې د دیني او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ پرېکړه کوي.
په همدې حال، د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي چې افغانستان باید له نړۍ سره تعامل ته لومړیتوب ورکړي او د تقابل پر ځای د تفاهم لار غوره کړي. دوی همداراز ټینګار کوي چې هېوادونه د خپلو ارزښتونو پر بنسټ حکومتولي کوي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې د بشري حقونو له مسئلې سره مشروطې کړې دي؛ خو د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده، کندهار کې واک ته د اسلامي امارت د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د هېچا «غیرشرعي» غوښتنې نه مني او د «بېځایه» فرمایشونو پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.
د اسلامي امارت مشر پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پخواني حکومت حتی پر یوه ولسوالۍ هم بشپړ حاکمیت نه درلود، خو د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت پېژندل شوی و، په داسې حال کې چې اسلامي امارت پر ټول هېواد حاکم دی، خو د نړیوالو له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي.
