ذبیح الله مجاهد: د پاکستان د پوځ ویاند خبرداری مهم نه دی

ذبیح الله مجاهد: د پاکستان د پوځ ویاند خبرداری مهم نه دی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هغه څرګندونې بې اهمیته بللې چې یو ځل بیا یې اسلامي امارت ته له وسله‌والو ډلو د ملاتړ او د بریدونو د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند د دوشنبې په ورځ د اسلامي امارت پر وړاندې له وسله‌والو ډلو د ملاتړ په اړه د ادعاوو په تکرار سره خبرداری ورکړی، که له افغانستان څخه ترهګریز بریدونه دوام ومومي نو اسلام اباد به کابل ته داسې درانه زیانونه واړوي چې په خبره یې اسلامي امارت به یې د زغملو توان ونه‌لري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکېچ لا هم دوام لري او د پاکستان پوځ روانه اونۍ هم د هېواد په یو شمېر سیمو بریدونه وکړل.

مطالب بیشتر:  د سرپرست کلمې په اړه وضاحت؛ امتحاني دوره ارزول شوې، حکومت نور قانوني دی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *