اصف دراني: پوځي برلاسی سیاسي بریا نه تضمینوي

اصف دراني: پوځي برلاسی سیاسي بریا نه تضمینوي

 

د افغانستان لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي اصف خان دراني ویلي، وروستۍ جګړې وښوده چې یوازې پوځي برلاسی نور د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره بسنه نه کوي.
دراني په کراچۍ کې د پاکستان د نړیوالو اړیکو په انسټېټیوټ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځي ځواک دی او اسراییل په سیمه کې پوځي برلاسی لري، خو دواړه ونه توانېدل چې ایران د خپل سټراټیژیک دریځ بدلولو ته اړ کړي.
هغه ویلي، د ایران جګړې درانه انساني او اقتصادي زیانونه لرل، خو د عصري جګړو تجربه ښيي چې د زیربناوو ویجاړول تل سیاسي بدلون یا د ژورو اختلافاتو حل ته لار نه هواروي.
د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې ډیپلوماسي اوس انتخاب نه، بلکې اړتیا ده. د هغه په وینا، د جګړو له زیاتېدو وروسته هم خبرې اترې کولی شي د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
دراني د سیمې د راتلونکې لپاره د جګړو بیا پراخېدل، سړه سوله، ټولیزه سیاسي هوکړه او د سیمه‌ییز امنیت د ګډ جوړښت رامنځته کېدل څلور مهمې سناریوګانې بللې دي. هغه وروستی سناریو تر ټولو هیله‌بښونکی بللی دی.
نوموړي ویلي، پاکستان د ایران، سعودي عربستان، خلیجي هېوادونو، چین، ترکیې او امریکا سره د اړیکو له امله کولای شي د سیمې په خبرو کې د منځګړي رول ولوبوي.

مطالب بیشتر:  هُرمز تنګی؛ د نړۍوالې سوداګرۍ د ملا تیر او د ایران له لوري د فشار غوره وسیله

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *