په هرمز تنګي کې د «ازادۍ پروژې» ځنډېدل

په هرمز تنګي کې د «ازادۍ پروژې» ځنډېدل

د «سپېس اېکس» د ۱۸/۲/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې کوربه یوسف خان لالي د سیاسي چارو له شنونکو سره د ایران او امریکا ترمنځ پر روانو کړکېچونو بحث کړی
د خپرونې اساسي پوښتنه: ایا د منځني ختیځ کړکېچ د پای ته رسېدو په درشل کې دی؟
د خپرونې په لومړۍ برخه کې نجیب الله جامې د تهران او واشنګټن ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وویل: که چیرې د امریکا له لوري طرحه شوي غوښتنې او همداراز پر هرمز تنګي محاصره دوام ومومي، هم‌مهاله به د جګړې اور په سیمه کې بل شي، ځکه ایران نه غواړي چې د ټرمپ غیر معقولې طرحه شوې غوښتنې ومني. د نوموړي په وینا، که چیرې امریکا خپلې اقتصادي ستونزې په پام کې ونیسي، نو امکان شته چې روان کړکېچ په سیمه کې پای ته ورسېږي.
د خپرونې په دوام کې هېواد ځاځي د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې د ایران پر وړاندې د جګړې اهداف په لنډمهاله توګه ارزول شوي وو، خو جګړه برعکس اوږده شوه او تهران پکې مقاومت وکړ. هغه زیاته کړه چې ایران د هرمز تنګي د واشنګټن پر وړاندې د یوې فشاري وسیلې په توګه وکاروله، او جګړې اصلي اهدافو لوری بدل کړ. نوموړی وایي امریکا کوښښ وکړ چې په دې جګړه کې ناټو ور ګډه کړي او له غړو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره یو ځای په دې جګړه کې برخه واخلي، خو غړو هېوادونو یې ورسره مرسته ونه کړه، او دا د ایران لپاره په یو ښه فرصت بدله شوه، چې تهران ترې خپله ګټه پورته کړه او د نوموړي په وینا د امریکا د زوال باعث وګرځېده.
په بله برخه کې روح الله هوتګ د ایران په تړاو وویل چې امریکا او اسرائیلو هغه طرحې چې له برید څخه مخکې غوښتل شوې وې، خو د تهران له لوري په کلکه رد شوې وې، بالاخره تر یرغل وروسته ایران هم خپل مقاومت او دفاع پهڅ سیمه کې وښوده او په کلکه یې خپله دفاع وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د واشنګټن اصلي موخه دا وه چې هرمز تنګی په بشپړه توګه تر خپل نفوذ لاندې راولي، خو تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې دې هدف ته ورسېږي. دوهم هدف یې په ایران کې د رژیم بدلون و، چې دا د نتانیاهو او ټرمپ د پلان یوه مهمه برخه بلل کېده، خو نوموړي په وینا د ټرمپ اداره په دې ستراتیژیکه برخه کې په سیمه کې ناکامه شوه.
د خپرونې په بله برخه کې توریالي ځاځي د ټرمپ د څرګندونو په اشارې سره چې ګواکې سوله غواړي، ټینګار وکړ چې لویدیځ هېوادونو په خبرو هیڅ باور په کار نه دی، حتا د ګاونډیو هېوادونو په شمول، په ځانګړې توګه پاکستان، چې د ده په وینا تل له دوه مخې سیاستونو څخه ګټه پورته کوي. ځاځي وایي چې د هېوادونه تل د پروژوي جګړو برخه اخلي او غواړي په سیمه کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.
پایله:
په دې خپرونه کې څرګندېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم ژور او پېچلی پاتې دی او د حل روښانه لاره نه لري. همداراز د سیمه‌ییزو لوبغاړو متضاد دریځونه، په ځانګړې توګه د قدرتونو سیالۍ، د دې کړکېچ د زیاتېدو او اوږدېدو سبب ګرځېدلی شي، نه د کمېدو.

مطالب بیشتر:  سایه جنگ بر آسیای جنوبی: پاسخ موشکی هند به حمله کشمیر و تنش تازه با پاکستان

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *