د «انعکاس» د ۱۶/۲/۱۴۰۵ نېټې په دې خپرونه کې، کوربه یوسفخان لالي د سیاسي چارو له شنونکي بلال فاطمي سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیاوو او د عاصم منیر پر تازه ګواښونو بحث کړی دی.
په لومړۍ برخه کې، بلال فاطمي د محمود خان اڅکزي او مولانا فضلالرحمن د پاکستان پر وړاندې څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې دوی له اسلاماباد څخه غوښتې چې د کابل په چارو کې لاسوهنه او ناوړه اقدامات ونه کړي او دا چې د دوی تصمیمونه ناسم دي. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان اردو د سیاستوالو خبرې نه اوري، بلکې ملنډې پرې وهي.
د عاصم منیر د څرګندونو په تړاو یې زیاته کړه چې عاصم منیر هېڅ هم په وسه پوره نه دی. فاطمي ټینګار وکړ چې غوره به دا وي چې د خبرو اترو لاره غوره شي. د نوموړي په وینا، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې نړۍ سترې امپراتورۍ ته یې ماتې ورکړې ده، او زیاته یې کړه چې پاکستان هېڅ هم نه شي کولای. فاطمي وویل چې پاکستان غواړي افغانستان ته دننه شي او ټینګار یې وکړ چې باید افغانان له مخکې څخه سره یو موټی او چمتووالی ولري.
د هغه په وینا، امریکا هم د نړیوالو قوانینو خلاف د افغانانو خاورې ته راننوتلې وه، او پاکستان هم غواړي په راتلونکې کې ورته عمل ترسره کړي. نوموړي وویل چې پاکستان به په خپل راتګ پښېمانه شي، ځکه له افغانستان څخه د بېرته وتلو امکان نشته، او دلته به له سترې ناکامۍ سره مخ شي او هر څه به یې له منځه ولاړ شي.
هغه بیا هم په خپلو خبرو کې وویل چې که اسلاماباد دا ډول نیت ولري، موږ باید بشپړه آمادګي ولرو، له نړیوالو سره په اړیکه کې واوسو او مرستې ترې ترلاسه کړو، او همداراز خپله اردو پیاوړې کړو. د تېر نظام «جمهوریت» په څېر نه، چې واک د بل چا په لاس کې و، ځکه هغوی ازادي نه درلوده او د امریکا تر چتر او امر لاندې یې چارې پر مخ وړلې. د اوسني نظام اردو ته په اشارې سره یې وویل چې د دې پر سر څوک نشته، بلکې خپله په ازاد ډول تر یوې قوماندې ته ژمن دي؛ نو باید د دښمن پر وړاندې پوره چمتووالی ولري.
د خپرونې په وروستۍ برخه کې، فاطمي فیلډ مارشال عاصم منیر ته وویل چې نوموړی مطلق حاکمیت په واک کې لري او تر هغه به پر همدې څوکۍ پاتې وي چې ژوندی وي. د هغه په وینا، کېدای شي یوازې هغه وخت له دې منصبه لېرې شي چې یا مړ شي او یا هم څوک له منځه یوسي. هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې نظام له هرجومرج سره لاس او ګرېوان دی او صلاحیت او مسوولیت په کې معلوم نه دی. د بېلګې په توګه یې وویل: کله چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس اسلاماباد هوايي ډګر ته ورسېد، د دوی ټول مشران د هرکلي لپاره ورغلل؛ معنا دا چې ونس حیران و چې له چا سره روغبړ وکړي.
پایله:
د بلال فاطمي د شننې له مخې، ویلای شو چې پاکستان په کور دننه له سختو نیوکو سره مخ دی او د دغه هېواد د پوځي رژیم ټول صلاحیتونه د عاصم منیر په لاس کې دي. نور چارواکي یوازې د سمبول په توګه ټاکل شوي دي، او د دوی ترمنځ ګډوډي دا څرګندوي چې راتلونکی به یې له سخت زوال سره مخ شي.





