دا چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه په شدت سره دوام لري، په داسې حساسو شرایطو کې یو دمي د څو لوړپوړو قوماندانانو هممهاله ګوښه کول، د متحده ایالاتونو په پوځي جوړښت کې یو کمساری بدلون بلل کېږي او دې چارې د شنونکو پراخ پام راجلب کړی دی. دا اقدام یوازې اداري بدلون نه، بلکې ښایي د سټراټیژیکو ژورو اختلافونو او په لوړه کچه د پرېکړو انعکاس وي.
په دې چوکاټ کې، د هغو څېرو ګوښه کول لکه د پوځ لوی درستیز رندي جورج، د بدلون او روزنې قومندان ډېوېډ هاډن او د پوځ د روحانیونو مشر ویلیام ګرین جونیور، یوازې یو مدیریتي بدلون نه ګڼل کېږي؛ بلکې د تازه موخو لپاره د قوماندې د جوړښت د بیا تنظیم نښه ده. په یوه وخت دا بدلونونه په عملیاتي، روزنیزو او ان د پوځ د هویتي جوړښت په برخو کې ښيي چې دا بدلونونه یوازې تاکتیکي نه، بلکې ژور ابعاد لري.
له تحلیلي اړخه، دا ډول ناڅاپي بدلونونه معمولاً هغه مهال رامنځته کېږي چې یا د اوسني مسیر ناکامي څرګنده شي، یا د پوځي قومندانانو او سیاسي مشرتابه ترمنځ جدي اختلافات پیدا شي. په داسې حالت کې، له ورته څېرو سره د قومندانانو ټاکنه، د دې مانا لري چې هېواد د لا یرغلیزو سیاستونو پر لور روان او د مخنیوي ملاحظاتو کچې را کمول دي.
په دې لړ کې، د چارو یو شمېر شنونکي تاریجي تجربو ته په اشارې خبرداری ورکوي، چې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال، د جرمني په پوځي جوړښت کې سیاسي مداخلې او د مسلکي قومندانانو د واک محدودیت پایله د خطرناکو پرېکړې او سټراټیژیکو ماتو لامل شول. دا تجربه ښيي، چې له منظمې سټراټیژۍ پرته چټک بدلونونه، نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې لا یې پېچلې کوي.
په اوسنیو شرایطو کې واشنګټن کې د تګلارې د بدلون نښې له ورایه تر سترګو کېږي؛ ځینې شنونکي وروستۍ پرېکړې، په ځانګړي ډول د لوړپوړو پوځي قومندانانو ګوښه کېدو ته په اشارې، دا اقدامات د تقامل د نوي پړاو پیل بولي؛ هغه پړاو چې له مخې به یې د عملیاتو ساحه پراخه او د جګړې په ډګر کې به سختې پرېکړې وشي.
په ټوله کې، دا بدلونونه د امریکا د پوځ په جوړښت کې د ځواک د بیا تنظیم او د بدلونمنونکو شرایطو سره د عیارېدو هڅه بلل کېدای شي؛ خو دا چې دا بدلونونه به مثبت اغېز ولري او که به د بحران لا ژورېدو زمینه برابره کړي، هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي.
